لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دفاع وزارت: شپږ ولسوالۍ مو بیرته نیولې او سلګونو طالبان "ترهګر" مو وژلي


واشنګټن ـــ د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه وایي افغان امنیتي ځواکونو په شمالي ولایتونو بغلان او فاریاب او همدارنګه په پکتیا ولایت کې لږ تر لږه شپږ ولسوالۍ بیرته له وسلوالو طالبانو نیولې دي.

په افغانستان کې د طالبانو بریدونه په داسې وخت کې زیات شوي چې یوې خواته په قطر کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او بلې خواته بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په یوه بیان کې ویلي، ځواکونو یې د فاریاب ولایت اندخوی او خانچار باغ ولسوالۍ بیرته له وسلوالو نیولې دي. نوموړي نن په یو ټویټ کې لیکلي:

"افغان دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت د ګیله ګي سیمه، خنجان او دوشي ولسوالۍ بیرته ونیولې. طالبانو ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او دوی له وسلوالۍ بیرته وتښتېدل".

د دفاع وزارت ویاند فواد امان په یو بل ټویټ کې لیکلي، چې خنجان ولسوالي یې له طالبانو په بشپړه توګه پاکه کړې او د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو "تقریباً 100 طالبان وژلي، ټپیان کړي او نیولي دي".

د دفاع وزارت په یو بیان کې دا هم ویلي چې د ولسوالیو نیولو لپاره د افغان ځواکونو عملیات "په شدت" سره روان دي، وایي افغان ځواکونو تېره شپه د پکتیا ولایت احمد اباد او سید کرم ولسوالۍ هم بیرته له وسلوالو نیولې دي:

"دفاعي او امنیتي ځواکونو له دښمن څخه د "سیدکرم" ولسوالۍ له آزاد کېدو وروسته ددغه ولایت د احمد آباد ولسوالۍ هم د دښمن له کنټرول څخه آزاده کړه. اوس امنیتي ځواکونه ددغه ولایت میرزکې ولسوالۍ په لور د پرمختګ په حال کې دي او ددغې ولسوالۍ زیاتې برخې هم د دښمن له شتون څخه پاکې شوې دي".

افغان حکومت په داسې وخت کې له طالبانو د نیول شویو ولسوالیو د بیرته تر لاسه کولو دعوې کوي چې په وروستیو ورځو کې پخوانیو جهادي قومندانانو او عامو خلکو هم په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په ضد ولسي پاڅون پیل کړی دی.

وسلوالو طالبانو د افغان دفاع وزارت د دعوو په جواب کې څه نه دي ویلي، خو په فاریاب، غور او خوست ولایتونو کې یې د نورو وسلوالیو د نیولو دعوه کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې په تېرو څلرویشت ګنټو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوه اړخیزو بریدونو او نښتو کې 129 طالبان وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان وایي دغه وسلوال یې په کونړ، ننګرهار، کندهار، زابل، بلخ، هلمند، کوندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژلي دي، خو طالبانو بیا د دې دعوې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG