لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسد عمر په پاکستان کې د کرونا د څلورمې څپې راتلو خبرداری ورکړی


د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزیر اسد عمر ويلي په ملک کې د کرونا د مخنیوي دپاره په جوړه حکومتي تګلاره عمل نه کيږي ځکه هغه ويلي د جولايي په مياشت کې په ملک کې د کرونا څلورمه څپه راتلی شي.

اسدعمر په ملک کې د کرونا وبا د څار او انتظام دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) مشري هم کوي د جمعې په ورځ يې دغه خبره کړې ده.

اسدعمر په ټویټر ويلي، دوی د اېن سي او سي په غونډه کې جاج اخستی دی، په احتياطي تدابيرو کلک عمل نه کيږي په داسې حال کې چې په ملک کې د کرونا ضد ويکسينو پياوړی پروګرام هم دوام لري د جولايۍ په میاشت کې د کرونا څلورمه څپه راتلی شي.

هغه بيا په خلکو غږ کړی چې احتیاطي تدابير خپل کړي او زر تر زره ويکسين ولګوي.

اسدعمر دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې په ملک کې په تير شوا روز کې د کرونا څخه نور 36 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 22زره 188 کسان مړه شوي دي.

بل لور ته د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د يو کروړ، 14 لکه او 40 زرو نه زیاتو کسانو ته د کرونا ويکسين يو ډوز او 27لکه 25زره او 240 ته دواړه ډوزه لګول شوي دي.

نزدې لس ورځې وړاندې په پاکستان کې د ډاکټرانو اتحاديې پاکستان مېډېکل اېسوسي اېشن هم اندېښنه څرګنده کړې وه چې په ملک کې د کرونا پېښې کمې شوي دي خو که خلک احتياط ونه کړي نو هسې نه ملک د کرونا وبا د څلورمې څپې ښکار نه شي.

ډاکټرانو هم په خلک غږ کړی وو چې احتياطي تدابير عملي کړي، ماسک اچوي، فاصله ساتي، په دمې دمې سره لاسونه وينځي يا سېنېټايزر لګوي.

XS
SM
MD
LG