لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتورپوستي جارج فلائیډ وژنه کې ککړ پخواني پولیس افسر شاون ته د۲۲نیم کاله بند سزا


دامریکې دمني سوټا ایالت دمني ایپلس ښار یوې محکمې دتور پوستي امریکایي وګړي جارج فلائیډ د وژنې په تور نیول شوي پخواني پولیس افسر ډیرک شاون ته د ۲۲نیم کاله بند سزا اورولې ده.

دمحکمې قاضي ټیټرکاهل دجمعې په ورځ خپله پرېکړه کې ویلي چې ډيرک شاون دخپل واک څخه ناوړه استفاده کړې اؤ په جارج فلائیډ یې ظلم کړی دی.

سرکاري وکیل د شاون دپاره د ۳۰کاله بند غوښتنه کړې وه خو دپخواني پولیس افسر وکیل محکمې څخه غوښتي وؤ چې څومره موده شاون په زندان کې تیره کړه هغه یې هم باید په سزا کې وشمیرل شي.

د وي او ای د رپورټ له مخې که چرې شاون دخپلې سزا په مهال زندان کې ښه رویه رویه ولرله نو هغه به دخپلې سزا په درېوؤ کې د دوه برخې د مودې پوره کولو نه وروسته په پرول خوشې شي خو دغه سزا به یې هم لږ تر لږه پینځلس کاله جوړیږي.

دامریکې صدر جوبائیډن شاون ته په اورؤل شوې سزا خپل غبرګون کې ویلي” دهغه دا سزا مناسبه ښکاري”

دجمعې په ورځ شاون ته د سزا اورولو په مهال د وژل شوي جارج فلائیډ لور،دوه وروڼه اؤ دکورنۍ نور یو شمیر غړي هم په محکمه کې موجود وؤ.

تیرکال په ۲۵م مئ دمنی سوټا ایالت په مني ایپلس ښار کې جارج فلائیډ هغه مهال وژل شوی ؤ چې سپین پوستي پولیس افسر شاون تر نهو دقیقو دهغه په څټ پښه اېښودې وه اؤ هغه ورته پړ مخ په زمکه پروت ؤ.

ددغه پېښې د ویډیو په ټولنیزو رسنیو مخې ته له راتلو وروسته دامریکې اؤ نړۍ په یو شمیر برخو کې احتجاجونه شوي وؤ .

له پېښې وروسته ډيرک شاون اؤ دهغه نور ملګري دپولیسو محکمې له نوکریو ګوښه کړي وؤ.دمني ایپلس محکمې په اپریل ۲۰۲۰م کې دجارج فلائیډ د وژنې په تور شاون مجرم ګرځولی ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG