لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن: که له ایران سره مو خبرې مخته نه لاړې په ایټمي تړون کې بیرته نه شاملېږو


واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن خبرداری ورکړی که داسې یو لنډمهالی تړون موجود نه وي- چې د ایران د ایټمي هڅو څارنه کوي- امریکا دې ته مجبوره کېدای شي چې له ایټمي تړون سره د بیرته یو ځای کېدو هڅې پرېږدي.

د جمعې په ورځ په پېرس کې د فرانس د بهرنیو چارو له وزیر ژان ایو لودریان سره تر لیدو وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وویل د ایټمي تړون پر سر د خپلو ژمنو پوره کولو په اړه اوس هم له ایران سره شدید اختلافات لري او وایي هغه وخت به اتفاق ته ورسېږي چې ایران پر خپلو وعدو عمل وکړي:

"زموږ ډلې بیرته د اووم پړاو غیرمستقیمو یا نامخامخ خبرو لپاره ور ستنېږي، موږ به وګورو که مو اختلافات ختمولای شوای، دا اصل اختلافات دي او موږ یې باید ختم کړو".

د ایټمي انرجۍ نړیواله اداره (ای اې اي اې) وایي د ایران د جوهري ودې د پروګرام د څارنې لپاره لنډمهالی تړون د درو میاشتو لپاره وو چې د فرورۍ پر 21مه ختم شوی وو، خو بیا د مې میاشتې پر 24مه یوه میاشت نور و غزول شو او وایي هغه هم د جون پر 24مه پای ته ورسېد.

اینټني بلینکن د ایران د ایټمي پروګرام د څارنې لنډمهالی تړون ختمېدل د امریکې شدیده اندېښنه ده او دا اندېښنه یې ایران ته وړاندې کړې ده چې باید حل شي.

د ایټمي انرجۍ نړیواله ادارې رایټرز خبري ایجنسۍ ته پخپل یو بیان کې ویلي، د ایران له خوا بیړني جواب ته په تمه ده چې آیا دا هېواد د ایټمي پروګرام د څارنې تړون نور پسې غزوي که څنګه.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن یورپي هېوادونو ته د خپل سفر په مهال په پېرس کې پر ایران ږغ وکړ چې د خبرو په ترڅ کې ګرانې پرېکړې وکړي، وایي که له ایران سره د ویانا په خبرو کې څه پرمختګ ونه شو نو دوی به هم د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پرېکړه پر ځای وساتي او له ایټمي تړون سره به بیرته ملګري نه شي.

بلینکن وایي له ایران سره د تړون له مخې دې هېواد ته نور اجازه نه وه چې خپلو یورېنیمو ته وده ورکړي خو وایي‌ له بده مرغه داسې ونه شول. بلینکن خبرداری ورکړ چې د ایران د دې کار د مخنیوي لپاره به له نورو لارو کار واخلي چې وایي هغه د خطر او ناارامۍ سبب کېدای شي:

"له خاصو کسانو او رهبرانو پرته زموږ توجه ټوله ملي ګټو ته ده او موږ په دې باور یو چې که موږ بیرته ایټمي تړون ته ور وګرځو، چې له مخې یې ایران خپل د یورېنیمو پروګرام درولی وو، دا به زموږ د ملي ګټو لپاره په خیر وي".

د فرانس د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان هم وویل، دا اوس په ایران پورې اړه لري چې په خبرو کې پر مخ ځي که نه. نوموړي وویل چې د ایټمي تړون پر موضوع د فرانس دریځ بېخي ښکاره دی:

"موږ ایراني چارواکو ته انتظار کوو چې خپلې وروستۍ سختې پرېکړې وکړي او د 2015م کال ایټمي تړون بیرته په بیړه او په بشپړه توګه پر ځای شي، په خبرو کې څه پرمختګ شوی او موږ اوس یو سخت پړاو ته داخل شوي یو، دا اوس د ایران له نوي حکومته زړورې او کلکې پرېکړې غواړي، همدا یې وخت دی".

بل لور ته ایران له امریکې غوښتي چې بیرته دې په ایټمي تړون کې شامل شي او خپلې وعدې دې پوره کړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خاطبزاده د جمعې په ورځ په یو بیان کې امریکې ته په اشارې سره ویلي، هغه اړخونه چې د ایټمي تړون مخالفت کوي باید خپله پرېکړه وکړي چې په تړون کې بیرته شاملېږي که نه.

د ایران او امریکې تر منځ نامخامخ مذاکرات له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې روانې وې چې په دې مهال د خبرو شپږم پړاو د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ پای ته ورسېد، خو لا هم د پام وړ مسایل پکې نه دي حل شوي.

د 2015م کال ایټمي تړون د عمل ګډ هراړخیز پلان (جې سي پي او اې) په نامه یادیږي. په تړون کې ایران ته تر څه حده پورې د خپلو ایټمي هلو ځلو د ساتلو په بدل کې په پابندیو کې د نرمۍ رعایت ورکړل شو.

خو په 2018م کال کې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پر دې تړون نیوکې پیل کړې چې ګواکې تړون د ایران د سرغړونو د مخنیوي لپاره مناسب ګامونه نه لري او بیا له دې تړون تر وتلو وروسته یې پر ایران بندیزونه زیات کړل.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG