لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان:‌ امریکایي ډرون الوتکو پر طالبانو بریدونه کړي، طالبانو غندلي او پاروونکي یې بللي


واشنګټن ـــ د امریکې د دفاع وزارت چارواکو فاکس نیوز ته ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر مرکزونو ډرون بریدونه کړي چې ګڼ شمېر وسلوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا بریدونه د افغانستان په وخت د جمعې په شپه تر هغه ملاقات څو ګنټې مخکې شوي چې ولسمشر اشرف غني پکې له خپل امریکایي سیال جوبایډن سره په سپینه ماڼۍ کې کړی او د افغانستان پر حالاتو یې ورسره خبرې کړې وې.

د فاکس نیوز د خبر له مخې امریکايي ډرون الوتکو دغه بریدونه د افغانستان په بغلان او کوندوز ولایتونو کې کړي دي، چې وایي په نتیجه کې یې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي خو کره شمېر یې نه دی یاد کړی.

وسلوالو طالبانو د امریکایي الوتکو بریدونه په کلکه غندلي او دا یې پاروونکې کړنې بللې دي، چې وایي دا ډول بریدونه د دوی د عکس العمل سبب کېدای شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ګواښ کړی او وایي بهرني ځواکونه دې له افغانستانه د وتلو بهیر ته متوجه شي، نه دا چې نور په جګړه کې ښکېل شي، ګنې نو وایي "د ‌عواقبو مسئولیت به یې پخپله غاړه وي".

امریکایي ډرون الوتکو د جمعې په شپه دا بریدونه په داسې وخت کړي چې د افغانستان د دفاع وزارت د خبر له مخې امنیتي او دفاعي ځواکونو یې په همدې ورځ په بغلان او فاریاب ولایتونو کې څلور ولسوالۍ بیرته له طالبانو نیولې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو په ضد په عملیاتو کې د لسګونو وسلوالو د وژل کېدو دعوه کوي. د دې وزارت ویاند فواد امان د شنبې- خالي پر ټویټر لیکلي چې په تېرو څلرویشت ګنټو کې سلګونه طالبان وژلي،‌ ټپیان کړي‌او ژوندي نیولي دي:

" 248 طالبان ترهګر وژل شوي، 137 ټپیان شوي او 12 نور نیول شوي دي".

فواد امان وایي دغه طالبان یې په غزني، لوګر، کندهار، فاریاب، بلخ، هلمند، کوندوز، بغلان او بدخشان ولایتونو کې وژلي او ټپیان کړي دي.

طالبانو له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي د دې هېواد په اکثرو ولایتونو کې بریدونه زیات کړي او په دې موده کې یې د لسګونو ولسوالیو د نیولو دعوه کړې چې د افغان حکومت په وینا اکثره یې بیرته ترې نیولې دي.

XS
SM
MD
LG