لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان: په ترهګر بريد کې د اېف سي درې سرتيري وژل شوي، درې ژوبل


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د اېف سي ځواک په چيک پوسته ترهګر برید شوی، درې سرتيري پکې وژل شوي او درې نور پکې ټپیان شوي دي.

د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړې چې تيره شپه ناوخته د تیارزه تحصيل په خېسوره کې دغه پېښه شوې ده.

نوموړي تاييد کړه چې په ترهګر بريد کې د اېف سي درې سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

پوليس افسر وويل په دغه مهال نښته شوې او تر درېو ساعتو پورې نښته روانه وه خو بريد کوونکو ته د اوښتې تاوان مالومات يې نه دي ترلاسه کړي.

شوکت علي وويل چې د پوځ سره په ګډه پولیس موقعې ته ورسېدلې او عمليات يې پېل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې د دغه برید زمه واري منلې ده.

یوې امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ويلي، چې په بريد کې نايک علي زار بېټنی، سپاهي بابر مومند او لانس نايک عاصم وژل شوي او درې سپاهيان حضرت حسېن رانېزی، سردار شاه کنډي او عمران رانېزی ژوبل شوي دي.

دغه تازه پېښه چې په کومه علاقه کې شوې په کال 2009 د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي او دا علاقه يې پاکه ګرځولې وه.

دوه ورځې وړاندې هم د جنوبي وزيرستان په سروکۍ تحصيل کې درې تنه د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوي وو.

پوليس ويلي وو دغه کسان چې وژل شوي اول طالبان وو او بیا پوځ ته تسليم شوي وو.

بل لور ته د ټانک ضلعې د جنوبي وزيرستان سره په جوخته پرته علاقه کې دوه شپې وړاندې لس کسان تښتول شوي نن بېټني قوم سړو او ښځو د دغو کسانو تښتولو پرضد احتجاجي مظاهره کړې او د دغو کسانو مالومولو غوښتنه يې کوله.

ځايي پوليس ویلي په دغو تښتول شوو کسانو کې شپږ بيرته ستانه شوي او د څلورو نورو د لټون دپاره عمليات روان دي.

د جنډولې تاڼې د پوليسو مشر طاوس خان احتجاج کوونکو ته ویلي د نورو کسانو درک يې کړی د دوی عمليات روان دي او هغه احتجاج کوونکو ته 48 ساعته وخت ورکړی چې دغه کسان به راولي.

د پوليس د باور وروسته احتجاج ختم کړی شوی دی. د دغو کسانو د تښتولو زمه واري هم چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG