لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجرمني ټول سرتیري دافغانستان څخه ووتل


افغانستان څخه دجرمني دځواکونو په بشپړ ډول د وتلو عمل سرته رسېدلی دی اؤ ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزیره وایي دسرتیرو راوتلو سره یې دتاریخ یو باب پائ ته رسیدلی دی.

دجرمي دبهرنیو چارو وزیرې اینګریټ کم کیرنباوا دچهاشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې افغانستان کې دنزدې شلو کالو نه ګمارل شوؤ دهغوئ دسرتیرو څخه وروستۍ پوځي ډلې هم دبېرته ستنېدنې سفر پیل کړی دی.

دافغانستان دشمالي ښار مزار شریف دپوځي اډې نه د نهې په ماښام دجرمني پوځیان ددؤ الوتکو کې خپل هیواد ته ستانه شوي .

دجرمني خارجه وزیرې ویلي افغانستان کې د دوئ پوځیانو دخپلې ګمارنې په مهال خپل مسلکي صلاحیتونه ښودلي دي.

هغې افغانستان کې دګمارل شوؤ خپلو یو نیم لک نارینه اؤ‌ ښځینه پوځیانو هغه خدمات ستایلي چې د کال ۲۲۰۱ راهسې یې افغانستان کې ترسره کړي دي اؤ ویلي یې دي دجرمني ځواکونه پخپلو خدماتو ویاړ کولی شي.

میرمن اینګریټ کم کیرنباوا دافغان جګړې په مهال خپلو وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ سرتیرو ته پیرزوینې وړاندې اؤ ویلي یې دي “ستاسې قربانۍ به کله هم هیرې نکړل شي”

دجرمني دپوځ دشمیرو له مخې دکال ۲۰۰۱ نه تر اوسه افغانستان کې د دوئ ۵۹ سرتیري وژل شوي دي

د روان کال دمئ وړومبۍ نیټې نه افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو دبهیر پیل کیدو دمخه په افغانستان کې د جرمني دسرتیرو شمیره ۱۱۰۰ وه چې دناټو ایتلاف کې یې یو مهم رول لرلو.

دناټو پوځي ایتلاف کې شامل د ډنمارک،اسپین اؤ ایسټونیا ځواکونو له وړاندې څخه افغانستان نه په بشپړ ډول خپل د وتلو عمل سرته رسولی دی خو دبرتانیې،اټلي اؤ ترکي دسرتیرو لویه شمیره اوس هم افغانستان کې شتون لري.

افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو عمل په داسې مهال دوام لري چې افغانستان کې دطالبانو لخوا دبریدونو اؤ په سیمو دقبضې لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ مطبوعاتي رپورټونه وایي چې د روان کال دمئ د وړومبۍ نیټې نه طالبانو د افغانستان ۴۰۰ نه زیاتو ولسوالیو کې د۱۰۰ نه په زیاتو ولسوالیو قبضه کړې ده.

د وي او ای اردو په ویب پاڼه خپور شوي دې راپور کې شامل معلومات دخبري شبکې ای ایف پي څخه اخستل شوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG