لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دبجلۍ نرخونه نور لوړ کړی شوي دي


پاکستان کې دبجلۍ یا برېښنا دڅار مرکزي ادارې نيپرا داکتوبر دمياشتې وړومبۍ نېټې څخه د بجلۍ د يو يونټ په نرخ کې دڅه کم درېوؤ روپو داضافې منظوري ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې وړاندې نه عام ولس دبجلۍ د لوړو بیعو څخه سر ټکوي خو څېړونکي بیا وایي چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایم ایم ایف پاکستان ته دپور ورکولو په سر دبجلۍ اؤ ګیس دنرخونو لوړولو شرطونه اېښودي دي.

دنېپرا لخوا دبجلۍ دنرخونو لوړؤلو په اړه دخپور شوي مهال ویش له مخې په کومو کورونو کې چې دبجلۍ 300ؤ پورې يونټونه مصرفیږي،په هغوئ به بجلي نه ګرانیږي خو تر دې چې زیاته بجلي مصرفوي نو هغوئ نه به ديو يونټ پسر بیا 7۔1 روپۍ اضافه اخستل کیږي.

ددې ترڅنګ دکمرشل یا کاروباري بجلۍ د يو يونټ په نرخ کې 97۔2 روپۍ اضافه شوې ده۔

په خېبر پښتونخوا کې داقتصادي چارو کارپوهان او کاروباریان وايي چې دبجلۍ په نرخونو کې اضافې سره به نه يوازې کاروبارونه اغېزمن شي بلکې د عام اولس د پاره به ګراني نوره هم سېوا شي۔

په تخت بهايي کې ديو هوټل مالک حاجي اسلام الدين وي او ای ډيوه ته وويل چې د وړاندې نه د کمرشل بجلۍ نرخونه سېوا دي او د بجلۍ په نرخ کې نورې اضافې سره به يې د کاروبار او کور خرچونه نور هم سېوا شي کوم چې دوئ د پاره زغمل ممکن نه دي.

په ډاڼ ورځپاڼه کې دنیپرا دې خپور شوي مهال ویش کې دا هم شامل دي چې د درې مياشتني سمون محصول چې 62۔1 روپۍ جوړېږي هغه به دسپتمبر د30 نېټې نه ختم او د يونټ په سر 72۔1 روپۍ محصول به پرځائ شي،

ددې ترڅنګ به د 300 بجلۍ يونټو بجلۍ مصرفوونکو نه علاوه د يونټ پسر په ټېرف يا محصول کې 8 پېسي او نورو ټولو استعمالوونکو دپاره به د يونټ پسر 36۔1 روپۍ سېوا شي۔

په پېښور پوهنتون کې د معاشياتو د څانګې مشر پروفېسر زلاکت خان وي او ای ډيوه ته وويل چې وفاقي حکومت دا نه ده په ډاګه کړې چې د نړيوالې مالياتي ادارې يا ايي ايم ايف په وینا د بجلۍ نرخونه لوړ کړی شوي خو دخپلو پېسو ترلاسه کولو د پاره ايي ايم ايف د پاکستان نه وخت په وخت غوښتنه کړې چې د ګېس او بجلۍ په نرخونو کې اضافه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د بجلۍ په نرخونو کې زیاتوالي راتلو سره به د هېواد په کچه د ګرانۍ شرحه سېوا شي او ناوړه اغېزې به یې په عام ولس وشي.

ډان ورځپاڼې د يو چارواکي له خولې ليکلي چې ددغې محصولاتو په مکمله توګه لګولو سره به 135 بيلينه روپۍ ترلاسه شي۔

نېپرا ويلي چي په وروستيو کې د يو ارډيننس د لارې وفاقي حکومت ته د بجلۍ د خدماتو ورکولو په لړ کې د مالي ذمه واریو پوره کولو د پاره دسرچارجز يا ټېکسونو لګولو واک ورکړل شوی دی۔

XS
SM
MD
LG