لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د تيرې اوونۍ راهسې د کرونا پېښې سېوا شوي


په پاکستان کې د تيرې اوونۍ راهسې د کرونا په پېښو کې لږ خو د پام وړ سېوا والی شوی دی، دغه خبره په قومي کچه د صحت په چارو کې د پاکستان د وزيراعظم ځانګړي مرستیال فېصل سلطان په ټويټر کړې ده.

فېصل سلطان ويلي دي، د تيرې اوونۍ راهسې د کرونا پېښې سېوا شوي، مثبت پېښې د فيصدي په حساب زیاتې شوي دي.

هغه ويلي ماسک اچول، د ګڼې ګوڼې نه ځان ساتل او د ويکسینو لګول ډېر ضروري دي.

نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په تير شوا روز کې په ملک کې د کرونا له امله نور 25 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 22زره 452 ته رسېدلې ده.

له دې وړاندې په يو شوا روز کې 19 کسان د کرونا څخه مړه شوي وو. په تيرو 24 ساعتونو کې نور 830 کسان په کرونا اخته شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې تراوسه پورې نهه لکه 64زره 490 کسان په کرونا اخته شوي او نهه لکه اته زره 648 ترې ښه شوي هم دي.

د ډان د رپورټ ترمخه پرون په پينځمه جولايۍ په قومي کچه د کرونا په اړه د رابطه کار کمېټۍ (اېن سي او سي) په غونډه کې خبرداری ورکړی شوی که د کرونا وبا د مخنيوي او احتياط په اړه په حکومتي لارښوونه عمل نه کيږي بيا سخت بندېزونه لګېدی شي.

او د پلاننګ وزیر اسد عمر چې د اېن سي او سي مشري هم کوي هغه د مخالفه ګوندونو په مشر شهباز شریف باندې نیوکې کړي چې هغه ويلي چې که په واک کې وی د کرونا د مخنیوي به يې کړی وو خو بل لور ته يې په سوات کې جلسه کړې چې په زرګونو خلکو پکې ګډون کړی دی.

هغه ويلي شهباز شریف چې په واک کې وي د پاکستان دپاره مثبت ګام اخلي؟.

خو په پاکستان کې وخت په وخت مخالفه ګوندونو په حکومت داسې نیوکې کړي چې په خپله حکومت د کرونا د مخنیوي احتياطي تدابير نه عملي کوي.

دغه رنګ ډاکټران هم په دې خبره ټینګار کوي چې د کرونا وبا لا ختمه نه ده، پکار ده حکومت د احتياطي تدابیرو په عملي کولو کې سختي وکړي، خلک په خپله احتياط وکړي او ويکسين ولګوي.

په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسينو لګولو عمل هم روان دی او د اېن سي او سي د شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه د (د پينځمې جولايۍ) پورې یو کروړ، 78 لکه 15زره 986 ويکسين لګول شوي دي.

د اېن او سي ترمخه په دې کې يو کروړ څلور لکه 26زره 856 کسانو ته يو ويکسين او درې لکه 63زره 490 کسانو ته دوه ډوزه يا دواړو ويکسين لګول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG