لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: د تښتول شوو کسانو کورنيو د دوه ورځو راهسې احتجاجي پرلت پېل کړی


د شمالي وزیرستان نه د تښتول شویو شپږو کسانو کورنۍ د تيرو دوه ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناستې دي او د حکومت نه غوښتنه کوي چې د هغوی د کورنیو تښتول شوي کسان دې راخوشي کړل شي.

د پوليسو په وېنا د فرورۍ په 21مه د شمالي وزیرستان د شوه تحصيل نه لس کسان تښتول شوي او یو تن په ځائې وژل شوې وو. په تښتول شوو کسانو کې څلور په هغه وخت بیرته واپس راغلي او د نورو د راخوشې کولو لپاره د هڅو کولو ويل شوي وو.

د پولیسو په وېنا په تښتول شویو کسانو کې د میرعلي اوسېدونکی د ځايي حکومت یو چارواکی انجینیر همایون داوړ، وکیل عتیق داوړ، شهنشاه داوړ، د میرامشا اوسېدونکی د صحت محکمې یو چارواکی مسود رحمان، د ایبټ اباد اوسېدونکی انجینیر حمزه او د میانوالي ياسر عباس شامل دي.

تر اوسه د دوی د تښتولو پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

دغه احتحاج کونکي د میر علي په خدي سیمه کې د میرانشاه بنو په لوی سړک په احتجاجي پرلت ناست دي.

په احتجاج ناست د میرعلي د خدي کلي اوسېدونکی عطاالرحمن وي او اې ډیوه ته وویل په تښتول شويو کسانو کې د دوی د کورنۍ درې غړي شهنشاه، انجنیر همایون او وکیل عتیق داوړ شامل دي.

هغه وویل دوی د چا سره کومه دښمني نه لري او پینځه میاشتې وشوې چې خپلوان يې تښتول شوي دي.خو په سیمه کې د حکومتي او امنیتي چارواکو لخوا د دغه کسانو د خوشي کیدو هیڅ باور نه ورکړل کیږي او نه د خوشي کیدو لپاره تر اوسه کوم کوټلي ګامونه پورته کړی شوي دي.

هغه وایي کورنۍ یې د سختې پریشانۍ سره مخ ده او دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی خوشي کېدو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د یوت اف وزیرستان په نوم یو غیر دولتی سازمان مشر وقار داوړ وویل د دوی احتجاج پرامن دی تر هغه به روان وي چې دا کسانو د خوشي کیدو لپاره باوري ځواب ویل شوې نه وي او که دغلته غوښتې نه منل کیږی بیا به اینده تګلاره د قام په مشورې سره جوړه وي.

په سیمه کې پی ټی ایم فعال جمال داوړ وویل تیره ورځ دویی ته د انتظامیه تحصیلدار او د پولیسو ډی ایس پي ورغلی وو نن د حکومت په نمایندګۍ جرګه راغلې او د دويی ویل کیږي چې احتجاج ختم کړي غوښتنې به يې ومنل شي هغه زیاته کړه په دې پینځو میاشتو کې دوی ته هیڅ باور نه دی ورکړی شوی ځکه په احتجاج کولو مجبور شوي دي.

جمال داوړ ویل د وزیرستان حالت ورځ تر بلې خرابیږي او هره ورځ د ناامنۍ پیښې پکې کیږي دوی د دغه نا امنۍ د مخنيوي غوښتنه هم کوي خو هغه ویل دا دحکومت بې وسي ده چې تر اوسه یې دا کسان د تښتوونکو د منګلو نه ازاد نه کړل.

د شمالي وزيرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور وايي دوی د دغو کسانو د تښتول کېدو د لومړۍ ورځې څخه هڅې روانې کړي دي خو تراوسه پورې پکې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دغه پېښه د افغانستان سره پولې ته نزدې شوې وه نو که دوی پورې غاړې ته اړول شوي وي بيا هم په هغې کار روان دی ټولې ادارې لګيا دي چې د دغو کسانو مالومات وکړي او راخوشي يې کړي.

هغه وويل دوی د احتجاج کوونکو سره هم خبرې کوي او هڅه کوي چې دغه تښتول شوي کسان د اختر نه وړومبی مالوم کړی شي.

د دې پیښې نه وروسته د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ دا موضوع پارلیمان کې راپورته کړې وه او د قامي اسمبلې سپیکر د دوو اوونیو کې دننه دپېښې رپورټ د صوبې حکومت نه غوښتی ووخو محسن داوړ وايي تر اوسه رپورټ پارلیمان ته نه دی وړاندې کړل شوی.

XS
SM
MD
LG