لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونه وایي تېره اوونۍ یې په 278 عملیاتو کې تر 2,000 زیات وسلوال وژلي


واشنګټن ـــ د افغانستان د امنیتي ځواکونو ویاند جنرل اجمل شینواری وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېره اوونۍ کې 278 ازاد عملیات کړي چې وایي پکې یې تر 2,000 زیات وسلوال وژلي دي.

شینواري د شورو- چارشنبې په ورځ وویل چې تېره اوونۍ د طالبانو په بمي او نورو بریدونو کې 43 عام افغانان وژل شوي او 170 نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دوی د وسلوالو د مرګ ژوبلې او د عامو خلکو د وژنو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي په یوه پیغام کې د خپل هېواد خلکو ته باور ورکړی چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه به په هر حال کې د خپلې خاورې او خلکو دفاع کوي:

"موږ دا منو چې جګړه ډېره شدیده ده او موږ په یو ډېر حساس پوځي حالت کې یو او دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان خلک له داسې سختو حالاتو سره مخ دي".

ښاغلي محمدي په کابل کې د هندوستان له سفیر روډررینډرا ټنډن سره لیدلي او هغه له افغان حکومت او خلکو سره د همکارۍ پر دوام یې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هند به تل "د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ وي".

د امنیتي ځواکونو له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو په ضد د سلګونو عملیاتو او زرګونو وسلوالو د وژل کېدو خبر په داسې وخت کې ورکول کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې طالبانو خپل بریدونه تر بل هر وخت زیات کړي دي.

طالبان د شورو- چارشنبې په ورځ د بادغېس ولایت د ځینو ولسوالیو تر نیولو وروسته د دې ولایت پر مرکز قلعه نو بریدونه پیل کړل، چې تر هغه د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ درنه جګړه پیل شوه.

د افغانستان د دفاع وزارت ماښام ناوخته خبر ورکړ، چې د ولایت مرکز یې بیرته له وسلوالو نیولی او ګڼ شمېر طالبان یې وژلي او ټپیان کړي دي. دې وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"د ملي اردو ځوکونو د امنیې قومندانۍ، د ملي امنیت ادارې او د زندان د ودانۍ مرکزونه له ترهګرو پاک کړل او ترهګرو ته ډېره درنه مرګ ژوبله واوښته، اوس ترهګر د ولایت له مرکزه په تېښته دي".

طالبانو د بادغېس ولایت مرکز ته د ننوتو خبرونه ورکړي وو او د دې ولایت د مرکز یوه ویډیو یې هم خپره کړې وه چې طالبان پکې پر موټرسایکلونو سپاره لیدل کېږي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې له مرکزه بیرته وتلي که څنګه او له افغان ځواکونو سره په نښته کې یې څومره وسلوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

طالبانو د شورو- چارشنبې په ورځ د ځینو نړیوالو او کورنیو رسنیو د رپوټونو په بنیاد د "جنګي جنایتونو" تر سرلیک لاندې یوه خبرپاڼه کې پر افغان ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د لسګونو عامو خلکو د وژلو او ټپي کولو تور پورې کړی، خو افغان ځواکونو بیا تل پر طالبانو د عامو خلکو د وژلو تور پورې کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان وایي طالبان د سولې اراده نه لري او جګړې ته دوام ورکوي. ښاغلي امان د وي او اې ډیوه خبریالې منزې شهید ته په مرکه کې وویل:

"د طالبانو هدف د افغانستان ویجاړول، د افغانانو وژل، ارزښتونه یې له منځه وړل او بیرته افغانستان یو تیاره دور ته وړل دي".

فواد امان وایي دا مهال د افغانستان په 20 ولایتونو کې خصوصاً په شمالي ولایتونو له طالبانو سره جګړه روانه ده، نوموړی مني چې په وروستیو کې ځینې ولسوالۍ د حکومت له لاسه وتلې وې خو وایي اوس بیرته یو په یوه له وسلوالو بیرته نیول کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG