لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا اوس هم د پاکستان نه د افغانستان په اړه د رغنده رول تمه لري


د امريکې د بهرنيو چارو چارو وزارت ويلي پاکستان په ډيرو موقعو د امريکا سره همکاري کړې او د افغانستان په ګڼو ماملاتو کې يې هم د امريکا ملګرتيا کړې ده د خارجه چارو وزارت ويلي امريکا اوس هم د پاکستان نه د رغنده کردار تمه لري.

د امريکې د خارجه وزارت وياند نيډ پرايس د پاکستان د وزيراعظم عمران خان امريکا ته د اډې نه ورکولو د يو سوال په ځواب کې ويلي، د افغانستان په سوله او ثبات کې د امريکا او پاکستان ګټې شريکې دي.

نيډ پرايس ويلي دلته د امريکا او پاکستان اولسي تړون هم د يادونې وړ دی کوم چې دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې کوي.

په 30جون د پاکستان وزيراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍغونډې ته خپله وېنا کې ويلي ووپاکستان به هيڅ کله هم د امريکا سره کومه شخړه کې همکاري ونه کړي.

عمران خان ويلي وو د قربانيو باوجود امريکا په افغانستان کې د ناکامۍ ټوله زمه واري د پاکستان په غاړه کې اچولې ده.

"پاکستان اوس د امريکا سره د امن خبره کې همکار کېدی شي خو کومه شخړه کې ورسره ملګرتيا نه شي کولی" عمران خان ويلي وو پاکستان اوس په افغانستان کې سټريټجک ډيپت هم نه غواړي او پاکستان بيا بيا نړۍ ته ويلي چې په افغانستان کې امن غواړي.

عمران خان دا هم ويلي وو چې د امريکې په جنګ کې ملګرتيا کول حماقت وو.

د امريکې د خارجه وزارت ترجمان ويلي چې کله هم د افغانستان په اړه خبره کيږي نو د پاکستان د تعميري کردار ستاينه پکې کيږي او هلته د امن و سلامتۍ تر څه حده بحالي د ګډو هڅو له امله ده.

پرايس ويلي چې د ګډو ګټو خبره راشي نو پاکستان په نزديو کې پوره ګټو ثابت شوی دی.

نوموړي زياته کړې د پاکستان او امريکا شريکې ګټې د دې نه نورې هم ډيرې وړاندې دي.

نيډ پرايس ويلي د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان د شخړي سياسي حل او تل پاتې اوربند کې خپل رول لوبول پکار دي کوم چې د افغانستان ګاونډيانو د ډېرې مودې راهسې نه دی لوبولی.

پرايس ويلي " ما ته دا ويل پکار دي چې نور هېوادونه دې زمه واري واخلي، اوس مونږ دا په ډاګه کړې ده او د دې يقيني کولو هسې کوو چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې تعميري رول ولوبوي".

XS
SM
MD
LG