لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران غونډه: طالبان او افغان پلاوی د جګړې پر ختمېدو او سیاسي حل سلا شوي


واشنګټن ـــ د ایران په کوربه توب د افغان حکومت او د طالبانو استازو او نورو افغان سیاستوالو په دوه ورځنۍ غونډه کې د جګړې دواړه اړخونه پر دې همږغي شوي چې جګړه د حل لار نه ده او باید د افغانستان شخړه د خبرو له لارې حل کړي، خو تر دې غونډې وروسته هم د ولسوالیو د نیولو لپاره د طالبانو بریدونه او پر هغوی د افغان ځواکونو جوابي بریدونه دوام لري.

په تهران کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ په دوه ورځنۍ غونډه کې پر دې خبره ټینګار وشو چې جګړه باید ختمه شي او د افغانستان شخړې ته سیاسي حل وموندل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د غونډې پرېکړه لیک خپور کړی چې ټولې شپږ مادې لري. ډاکټر نعیم وایي خبرې اترې یې په ښه فضا کې وشوې او پر ټولو مسایلو یې په تفصیل او پوره وضاحت سره بحث وکړ. نوموړي پر ټویټر لیکلي:

"دواړه لوري د جګړې د ادامې له امله هیواد ته له پېښو ګواښونو او هغه صدمه چې د هیواد سلامتۍ ته یې رسولې مشترک درک لري او موافق شول چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ایز حل خوا ته توجیه شي".

امریکې د افغان حکومت د استازو او طالبانو تر منځ د ایران د غونډې هرکلی کړی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان څنګلوري د دې هېواد په راتلونکي کې خپله برخه لري او باید د سولې هدف ته له رسېدو سره یې مرسته کړي. الجزیره د نیډ پرایس له خولې لیکلي:

"د افغانستان ګاونډیان باید ګټور او رغوونکی رول تر سره کړي، ایران چې د څه کولو هڅه کوي او یا د دې غونډې په کوربه توب سره څه تر لاسه کول غواړي هغه ګټور ثابتېدای شي".

د تهران د غونډې په اړه د طالبانو او افغان حکومت په ګډه خبرپاڼه کې لیکل شوي، دواړو اړخونو پرېکړه کړې چې له جګړې څخه دایمي سولې ته د تللو تګلاره او د "ګډ اسلامي نظام" جوړولو طریقه لا نورې سلا مشورې او وضاحتونو ته اړتیا لري چې وایي کېدای شي په نیژدې وخت کې ورباندې د بحث لپاره بله غونډه جوړه شي.

په غونډه کې دواړو اړخونو هغه بریدونه په کلکه غندلي او ذمه وارو کسانو ته یې د سزا غوښتنه کړې ده چې د عامو خلکو پر کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو کېږي او عامو خلکو ته یې تاوان رسېږي.

په ایران کې د افغان حکومت او طالبانو په ناسته کې د جګړې پر ځای د سیاسي روغې جوړې د همږغۍ تر اعلان وروسته هم طالبانو په افغانستان کې خپلې جګړې ته دوام ورکړی دی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې د هرات ولایت پښتون زرغون، شینډنډ او کهسان ولسوالۍ نیولې دي او وایي د دغو ولسوالیو اړوند ټولې سرکاري ودانۍ د دوی د وسلوالو په ولکه کې دي.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له خوا د هرات د دغو درو ولسوالیو د نیولو د دعوې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د دې وزارت ویاند فواد امان وایي په تېرو څلرویشت ګنټو کې افغان ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې 107 نور طالبان وژلي او 58 یې ټپیان کړي دي.

افغان حکومت د تهران د غونډې په اړه په رسمي توګه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د دې غونډې یو ګډونوال ارشاد احمدي چې په دري ژبه یې پرېکړه لیک هم خپور کړی، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو غاړو د افغانستان د روانو کړکېچنو حالاتو خطر ومانه چې د افغانستان سالمیت ته زیان رسولای شي او باید د جګړې پر ځای د سولې لپاره هڅې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون دواړو لورو ته ویلي چې د افغانستان د شخړې سیاسي حل غوره کول تر ټولو ښه انتخاب دی. وایي ایران تیار دی چې په افغانستان کې د موجودو ډلو تر منځ د خبرو اترو په بهیر کې مرسته وکړي چې په دې هېواد کې روانې جګړې او بحران ته د حل لاره پیدا شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG