لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جوبايډن: افغانستان کې به د امریکا پوځي ماموريت په 31 اګست سر ته ورسي


د امریکا صدر جوبايډن ویلي، په افغانستان کې به د امریکا پوځي ماموريت د اګست په 31 سر ته ورسي. نوموړي دغه خبره د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (اتمه جولايۍ) په سپينه ماڼۍ کې په خبري غونډه کې اعلان کړه.

هغه وويل په افغانستان کې د يو ټريلين ډالر خرڅ کولو او 2400 پوځيانو د وژل کېدو وروسته امریکا د دوه لسيزو په هغه پخوانۍ پاليسۍ نه شي پاتې کېدی کله چې په افغانستان کې موجودې القاعده په امریکا بريد کړی وو.

بايډن وويل په دې ورځو کې د امریکا لومړيتوب بلې وبا پله دی چې د چين سره د اقتصادي مقابلې دپاره خپل اقتصاد پياوړی کړي او د چاپيريال خطره موجوده ده.

د دغه خبري غونډې نه وړاندې صدر بايډن او مرستياله صدره کامېلا هېرس ته د ملي امنيت چارواکو د افغانستان نه د پوځ د ويستلو په اړه احوال تېر کړی دی.

ښاغلي بايډن دغه خبره رد کړه چې د امریکايي استخباراتو رپورټ دی چې د افغانستان نه د امریکا د وتلو شپږ مياشتې وروسته به طالبان په کابل ور ورخيژي.

هغه وويل دا خبره رښتيا نه ده او نه استخبارات دې ختمي خبرې ته رسېدلي دي.

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې په طالبانو باور لرې؟ هغه وويل په طالبانو باور نه لري افغانستان درې لکه تربيه شوی پوځ لري وسله ورسره ده او بل لور ته طالبان 75زره دي.

هغه وويل د افغانستان د راتلونکې دپاره اړينه ده چې مشران يې یوځای شي افغانستان ته به په ځای وي.

نوموړي زياته کړه په افغانستان کې د امریکا ماموريت هغه وخت بشپړ شوی وو چې اسامه بن لادن مالوم کړی شواو نړۍ د دغه ترهګرۍ نه خلاصه کړی شوه، هغه وويل امریکا ته افغانستان ته د ملت جوړونې دپاره نه وتللې.

صدر بايډن دغه خبره تکرار کړه چې امريکا د افغانستان څخه پوځ اوباسي خو د افغان ځواکونو ملاتړ به جاري ساتي.

هغه دا هم وويل په افغانستان کې به يې سفارتخانه موجوده وي.

صدر بايډن د اپرېل په مياشت کې د افغانستان څخه د وتلو اعلان کړی وو چې د 11 ستمبر پورې به ټول امريکايي ځواکونه د افغانستان اوباسي. د امریکا اتحادي نېټو هم ويلي د امریکا سره يو ځای به ووځي.

د امریکې مرکزي کمانډ (سنټرل کمانډ) د نهې/سه شنبې په ورځ (شپږمه جولايي) ويلي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل 90 فيصده/سلنه بشپړ شوي دي.

امریکا د افغانستان نه د 90فيصده وتلو خبره دوه ورځې وروسته له هغې کړې چې نړيوالو ځواکونو د افغانستان د باګرام هوايي اډه خالي کړې وه.

د افغانستان څخه د وتلو د اعلان وروسته په افغانستان کې طالبانو بريدونه سېوا کړي دي او راپورونه وايي د باګرام څخه د وتلو وروسته طالبانو بريدونو ته نور زور ورکړی دی.

د وي او اې د خبر ترمخه طالبانو د افغانستان د 400 نه په زياتو ولسواليو کې په 150 بريدونه کړي دي.

تيره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر سکاټ ميلر په افغانستان کې د کورنيو جګړو خبرداری ورکړی وو.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ افغان چارواکو ويلي وو د بادغېس د مرکز قلعه نو څخه يې وسله وال طالبان په شا تمبولي دي.

XS
SM
MD
LG