لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان په ماسکو کې: زموږ پرمختیاوې هیڅ کوم بهرني هېواد ته خطر نه دي


واشنګټن ـــ روس ته په سفر د طالبانو پلاوي دعوه کړې چې په افغانستان کې لویه برخه باندې یې کنټرول تر لاسه کړی چې پکې د هیواد سرحدي سیمې یې هم نیولې دي او دا چې په افغانستان کې د دوی دغه پرمختیاوې هیڅ کوم نړیوال هیواد ته خطره نه ده.

افغان حکومت د طالبانو دې وروستۍ دعوې ته څه نه دي ویلي خو مخکې یې د دوی دا دعوې رد کړې وې چې ګواکې لسګونه ولسوالۍ یې نیولې دي. افغان ځواکونو ویلي وو له ځینو ولسوالیو د جنګي پلان له مخې پر شا تللي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم په خپله ټویټر پاڼه ويلي، د روس په بلنه څلور کسیز پلاوي چې مشري یې شهاب الدین دلاور کوي د افغانستان لپاره خصوصي استازي ضمیر کابلوف ترڅنګ یې د یو شمیر روسي چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

که څه هم د طالبانو د پلاوي مشر ویلي د کوم خارجي هیواد لپاره به خطره نه وي خو د روس په مشرۍ سي ایس ټي او عسکري ایتلاف ویلي که چېرې د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله حالات خرابیږي نو دوی تیار دي چې خپل عسکر پر ځای کړي.

د طالبانو له خوا په افغانستان کې د تازه حملو سره په په تېرو ورځو کې په سوونو خلک او افغان عسکر تاجکستان ته اوښتي چې ورسره په ماسکو کې ویره پیدا شوې چېرې وسله وال طالبانو مرکزي اېشیا ته ور داخل نه شي.

یاده دې وي روس په تاجکستان کې لوی پوځي مرکز لري او د وړاندې نه یې تاجکستان سره د کومک ژمنې کړي که چېرې حاجت وي.

د روس خارجه وزارت ویلي د طالبانو پلاوي ته یې ويلي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تشدد په پېښو اندیښمن شوي چې دغه پېښې چېرې مرکزي اېشیا ته ور وا نه وړي.

خو طالبانو ورته باور ورکړی چې د افغان سرحدونو نه به بهر نه وځي او په افغانستان کې به خارجي سفارتکارو ته هم د حفاظت ضمانت ورکوي.

د خارجه وزارت بیانیه زیاتوي چې طالبانو ويلي په افغانستان کې د ستونزو هوارېدل غواړي او د "اسلامي شریعیت" لاندې په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي کولو سره سره به د بشري حقونو احترام کوي.

د سولې پر خبرو ټینګار خو جګړه:

ایران او روس ته د طالبانو د پلاویو د سفرونو او په نتیجه کې یې د جګړې په ځای پر سیاسي حل باندې له ټینګار سره سره دې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او هره ورځ د نویو سیمو د نیولې دعوې کوي.

د افغانستان په کندهار ولایت کې امنیتي ‌چارواکي‌ وايي‌ د وسله والو طالبانو پر ضد یې نن د جمعې په ورځ‌ عملیات پیل کړي او په تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو کې یې 90 وسله وال طالبان وژلي دي.​

د افغان پوځ سیمه ییز ویاند جګړن محمد صادق عیسی نن امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې افغان ځواکونه په سیمه کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات کوي، خو نوموړي په دې باب نور څه جزیات ور نه کړل.

ها خوا بیا له کندهار ښاره بهر تېره شپه تر ټولو زیاته جګړه د کندهار او سپین بولدک پر لویه تجارتي لار باندې وه چې هوايي بریدونه هم پکې شوي.

د تخته پل ولسوالۍ امنیه قوماندان هاشم رېګوال امریکا غږ ته ویلي چې د تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو په اوږدو کې وسله والو د لويې لارې پر پوستو بریدونه وکړل چې د ځپلو لپاره يې ځمکنیو او هوايي ځواکونو پراخ عملیات کړي.

بلي خواته د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان هم پر خپله فیسبوک پاڼه د کندهار په اوومه حوزه او سپین بولدک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو یوه ويډيو خپره کړې. نوموړي ويلي چې په یادو هوايي بریدونو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو د کندهار په اوومه حوزه کې د څو پوستو او څو نورو سیمو د نیولو دعوه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG