لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پوځ ویاند:‌ پاکستان د افغان سولې بهیر منځګړی دی ضمانت کوونکی نه دی


واشنګټن ـــ د پاکستان د پوځ ویاند وایي پاکستان په افغان سولې بهیر کې خپله بشپړه هڅه کړې ده خو وایي هېواد یې په دغو خبرو کې منځګړی او مرسته کوونکی دی خو ضمانت کوونکی نه دی.

د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن اې آر وای سره د شنبې- خالي په ورځ په ځانګړې مرکه کې د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار وویل، د افغان سولې بهیر اوس په ډېر حساس پړاو کې دی:

"د سولې په خبرو کې نور شریکان هم شته خو د پاکستان پکې بنیادي کردار پاته شوی دی، خو په دې باید پوه شو چې پاکستان دغو خبرو کې اسانتیا پیدا کوونکی وو او اوس هم دی، موږ یې ضمانت کوونکي نه یو".

د پاکستان د پوځ ویاند دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې افغان حکومت، امریکا او نړۍ له پاکستانه په افغان سولې بهیر کې د مرستې غوښتنه کوي. د پوځ ویاند وایي دا اوس پخپله په افغانانو پورې اړه لري چې د سولې خبرې او افغانستان څنګه پر مخ بیایي:

"موږ تل دا ویلي چې دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالیکیت تر سره شي، اوس مو هم هڅه همدغه ده او بیا به یې هم کوو".

د طالبانو پلاوي په ماسکو د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته دعوه کړې وه چې د افغانستان 85 فیصده برخه یې په ولکه کې ده، چې دا دعوه یې افغان حکومت رد کړې وه. د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار په دې اړه وویل:

"زه فکر کوم د 85 فیصده [ولکې] خبره مبالغه ده، له څلوېښتو تر پینځه څلوېښتو ورته ویل کېدای شي، البته هغوی [افغان پوځ] ورسره مزاحمت کړی یا به یې کوي دا به کتل کېږي خو هغوی دا وړتیا لري مګر پر میدان د طالبانو پرمختګ زیات لیدل کېږي".

د پاکستان د پوځ ویاند هغه تورونه رد کړل چې وایي په افغانستان کې د روانو خرابو حالاتو ټوله پړه پر پاکستان ور اچولې کېږي، نوموړی وایي د افغان پوځ په روزنې په اربونو ډالر ولګېدل هغوی باید د وسلوالو په ضد د جګړې وړتیا ولري.

بابر افتخار د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې که په راتلونکي کې طالبان پر افغانستان واکمن کېږي نو دا به خپله د افغانانو پرېکړه وي او له بهره ورباندې تپل شوې پرېکړه به نه وي:

"پرېکړه به اخر هم په خبرو کېږي ګنې دا [روان بریدونه] به په کورنیو جګړو بدل شي چې دا بیا د هیچا هم په ګټه نه ده، توپک خو په تېرو شلو کلونو کې هیڅ پرېکړه ونه کړه".

د پاکستان یو څېړنکار او پخوانی پوځي افسر طلعت مسعود وایي، د پاکستان د پوځ او حکومت په بیانونو کې تضادات شته، خو وایي پوځ واضح کړې ده چې د افغانستان د مستقبل پرېکړه به افغانان کوي:

"داسې بیانونه باید ور نه کړل شي چې موږ د یو فریق یعنې طالبانو ملاتړ کوو، د پاکستان هڅې باید د چا د ملاتړ پر ځای په افغانستان کې د امن راوستلو لپاره وي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د جولای پر نهمه د سېنټ یوې کمېټۍ ته ویلي وو، چې طالبان اوس ډېر بدل شوي او هوښیار دي او وړاندیز یې کړی وو چې د افغانستان په حکومت کې دې دوی ته برخه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG