لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپښتونخوا حکومت ګڼو سیاسي مشرانو نه امنیت بېرته اخستی


دخیبر پښتونخوا حکومت دیو شمیر سیاسي مشرانو،بیوروکریټانو اؤ ټولنیزو شخصیاتو څخه دهغوئ په حفاظت مامور ساتونکي بیرته اخستي اؤ ویلي یې دي که د چا ژوند ته ډيره زیاته خطره وي نو هغوئ دامنیت دپاره دکورنیو چارو محکمې ته عریضې کولی شي.

دکومو مشرانو نه چې حکومت امنیتي ساتونکي بیرته اخستي په هغې کې دعوامي نیشنل ګوند مشران میا افتخار حسین اؤ دقامي وطن ګوند افتاب احمد خان شیرپاؤ هم شامل دي په چاچې بیلابیلو وختونو کې څو کرته ځانمرګي بریدونه شوي اؤ دمیا افتخارحسین یک یو زلمی زوئ هم ترهګرو وژلی ؤ.

په دې وروستیو کې تحقيقي ادارې سي ار ايس ايس په خپل یو تاره رپورټ کې ویلي چې دټول پاکستان ترڅنګ دعوامي نیشنل ګوند دغړو اؤ مشرانو په ضد دتشدد پېښو کې اضافه لیدل شوې ده.

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وایي دهغوئ دګوند مشرانو نه امنیت ساتونکي په داسې وخت کې بیرته اخستل کیږي چې ګواښونه نور هم سیوا شوي دي اؤ دترهګرۍ په ضد د ودریدو اؤ یو ډاګیز دریځ لرلو پسر دهغوئ دګوند مشران په نخښه کړل کیږي.

دخالي په ورځ په ټولنیزو رسنیو دخیبر پښتونخوا د هاغو ګڼو کسانو نوملړ خپور شوی چې حکومت ورته دامنیت نیولو دپاره عسکر ورکړي وؤ اؤ دصوبایي حکومت له لوري دغو کسانو نه دامنیت نیونکو عسکرو دبیرته اخستو امر شوی .

دخیبر پښتونخوا په دې امر ټولنیزو رسنیو کې له سختو نیوکو وروسته دخیبر پښتونخوا حکومت خپل یو دسپیناوي بیان کې ویلي چې دکومو کسانو ژوند ته ډیرې زیاتې خطرې پېښې دي دهغوئ څخه امنیت بیرته نه اخستل کیږي .

وضاحتي بیان کې ویل شوي چې دامنیت بیرته اخستلو مقصد دسیاسي تړون څخه پرته دامنیت نظام باضابطه جوړول دي اؤ دچا ژوند ته چې زیات ګواښونه پېښ دي هغوئ ته به دکورنیو چارو د صوبایي محکمې لخوا دهغوئ په خواست د ګواښونو د ارزونې دکمیټې په سپارښتنه دیو رسمي امر په اساس امنیت ورکولی شي.

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په دې حکومتي ګام سختې نیوکې کړي اؤ وایي حکومت په داسې وخت کې دهغوئ دګوند مشرانو نه امنیت نیوونکي عسکر بیرته اخلي چې هغوئ ته ګواښونه نور هم سیوا شوي دي.

په ټویټر اسفندیار ولي خان لیکلی دا هرڅه له دې امله کیږي چې هغوئ دترهګرۍ په ضد ولاړ دي اؤ یو ډاګیز دریځ لري.

اسفندیار ولي خان زیاته کړې” دترهګرۍ په ضد جګړه کې مونږ قربانۍ دخپل ځان دپاره نه بلکې ددې هیواد اؤ قام دپاره ورکړي دي چې دهغې نن مونږ ته دا صله راکول کیږي”

اسفندیار ولي خان وایي “افغانستان کې دامن له خاطره دتشدد پځائ دمذاکراتو ملاتړ کول که جرم وي نو مونږ به دا جرم پرله پسې کوؤ”

هغه زیاته کړې که دګوند مشرانو ته یې څه رقم زیان ورسیدو نو دهغې ګوند به یې دهغې ایف ایي ار دخیبر پښتونخوا د وزیراعلا اؤ دصوبې دپولیسو دمشر په ضد درج کوي.

دقامي وطن پارټۍ دخیبر پښتونخوا صدر سکندر خان شیرپاؤ هم دحکومت دا ګام دسیاسي انتقام په اساس بللی اؤ وایي حکومت پخپله مني چې افغانستان کې د وضعیت په خرابیدو دلته دامنیت ستونزې سر راپورته کولی شي خو بیا یې هم دهاغو سیاسي مشرانو نه امنیتي عسکر بیرته اخستي په چا چې څو کرته وړاندې هم ځانمرګي بریدونه شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي چې که دامنیت په بېرته اخستو سبا دې سیاسي شخصیاتو ته څه رقم زیان ورسیدو نو دهغې ټوله ذمه واري به د ریاست پسر وي ،ځکه چې دامن ذمه وار ریاست وي.

حکومت چې دکومو سیاسي مشرانو نه امنیت بېرته اخستی هغې کې دنورو ترڅنګ دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشران حیدر هوتي اؤ ایمل ولي خان،یو شمیر دپارلیمان نور غړي اؤ بیورکریټان هم شامل دي

XS
SM
MD
LG