لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د جينکو د امتحاني مرکز سره نزدې چاودنه شوې


په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د جينکو د بورډ د امتحاني مرکز سره نزدې چاودنه شوې خو پوليس او ځایي خلک وايي کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د میر علي پولیس وايي دا چاودنه نن د ګل/دوشنبې په سهار (12 جولايي) د میر علي په حېدر خیل کلي کې د جينکو یو هایي سکول خان میر خان کوټ سره نزدې شوې چرته چې د جینکو د کالج د دولسم ټولګي پرچه روانه وه.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډپور دا پېښه تاید کړه او وې ویل چې نامالومه کسانو د جينکو د ويرولو دپاره دا چاودنه کړې خو کومه مرګ ژوبله پکې نه ده شوې.

هغه وویل د چاودنې وروسته پولیس د پېښې ځایې ته رسېدلي، امنيت یې سمبال کړی او پلټنې يې پېل کړي دي.

د سکول څوکیدار ملک مهروز وویل د چاودنې په وخت په لسګونو جينکۍ په امتحاني مرکز کې موجودې وې چې تر یو ساعت پورې په امتحاني مرکز کې شور وغوغا جوړه شوه.خو بیا یې پرچه ورکول شروع کړل.

د یوت اف وزیرستان په نامه یو غیر دولتي سازمان مشر وقار داوړ وویل په میر علي سب ډویژن کې دا یواځينی سکول دی چې پکې په سلګونو شمیره جینکۍ زدکړې کوي.

هغه وویل ننۍ پیښه په داسې حال کې شوې چې د تیرې میاشتې په 22 نیټه په سیمه کې د سکول جینکو ته ګواښونو یوه پاڼه ویشل شوې وه او تور لګوي چې سکول ته سیکورټي نه وه ورکړی شوې چرته چې د بورډ امتحاني مرکز ټاکل شوی دی.

د سیمې نه د قامي پارلیمان غړي محسن داوړ په دې پیښه د افسوس څرګندونه وکړه او وې وویل چې دلته وړومبی ګوزارتل د جینکو په تعلیم شوی دی.

هغه وویل په وروستيو کې دوی په پارلیمان کې د ناامنۍ په اړوند شریکه غونډې رابللو غوښتنه کړې خو حکومت تر اوسه دې غوښتنې ته سنجیدګي نه ده ښودلې.

د بنو د بورډ کنټرولر انعام الله وویل د دوی سره په شمالي وزیرستان کې د جینکو دوه مرکزونه دي چې پکې د لسم او دولسم ټولګي په سلګونو شمېره کې جینکۍ په امتحان کې برخه اخلي.

هغه وویل دا مرکزونه تر هغې وروسته پرانستل شوي چې ځايي انتظاميې دوی ته د امنیت باور ورکړی وو.

په شمالي وزیرستان کې د جون په 22 نیټه د وسله والو لخوا د سکول جینکو ته د ګواښونو یوه کاغذپاڼه وېشل شوې وه خو د پاکستاني طالبانو ډلې دا پاڼه رده کړې وه خو څیړونکي وایی په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالب وسله والود ډلې ترڅنګ پکې یو شمېر نورې ډلې چې پکې د ګل بهادر شورا، علیم خان، صدیق الله او څو نورې فعالې دي.

خو د پاکستان پوځ وخت په وخت دعوې کړي چې په شمالي وزيرستان کې په کال 2014 کې د ضرف عضب عملياتو او بيا په ملک کې د ردالفساد عملياتو وروسته د وسله والو ډلو فعاليتونه ختم کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG