لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وبا په نړۍ کې په سوونو ملينه خلک د لوږې سره مخ کړي دي


ملګرو ملتونو د ګل/دوشنبې په ورځ (12 جولايي) ویلي کرونا وبا په کال 2020 کې په نړۍ کې په خوراکي توکيو بدې اغېزې کړي خوراکي توکي ګران شوي او لوږه يې سېوا کړې ده.

د خوراک د نړيوال پروګرام مشر عارف حسین ويلي، حالات د تمې يا حساب نه زيات خراب شوي او په تير پينځه کاله موده کې چې لوږه څومره سېوا شوې په دې تير يو کال کې د هغې په حساب زیاته لوږه سېوا شوې ده.

د ملګرو ملتونو پينځه ادارو چې د تير کال رپورټ تیار کړی په دغه رپورټ کې ویل شوي چې په نړۍ کې په درېو کې دوه تنه يا 2.37 ملينه خوراک ته رسايي نه لري يا په مړه ګېډه ډوډۍ نه مومي او د خوراک د کمي سره مخ خلکو شمېره په تیر کال کې 320 ملينه سېوا شوې ده.

ادارې ويلي دا حالات چې سميږي لسيزې پکې لګېدی شي.

ملګرو ملتونو د کال 2030 پورې د خوراک د کمي يا لوږې ختمولو کوم هدف ټاکلی وو په هغې يې هم اندېښنه څرګنده کړې ده. په رپورټ کې خبرداری ورکړی شوی چې د کرونا وبا له امله به د 660ملينه خلکو شمېره د ټاکلې مودې پورې سېوا شي. ملګرو ملتونو ویلي که وبا قابو نه کړی شوه د 30ملينه نه سېوا نور خلک هم اغېزمن کېدی شي.

د خوراک د پروګرام مشر ډېوډ بيسلی ویلي، دا د خبرداري غږ دی بايد چې دې سره بېداري راشي.

د خوراک او زراعت سازمان ویلي، په ايشيا کې د نړۍ د نيمې پورې خلک چې پوره خوراک ورته نه مېلاويږي شمېره يې 418 ملينه ده او خواوشا 282 ملينه په افريقه کې دي.

ويل شوي په ځانګړي ډول ماشومان د خوراک د کمي نه سخت اغېزمن شوي هغه ماشومان چې په سکولونو کې به ورته د غرمې ډوډۍ ورکړی کېده او دا د هغوی د خوراک يواځينۍ سرچينه وه د سکولونو د بندېز له امله هغوی د خوراک نه محرومه شوي دي.

ويل شوي تير کال د ماشومانو ضايع کېدل او د هغوی د نه غټېدو کچه هم سېوا شوې ده ځکه چې دوی ته کم خوراک ترلاسه شوی دی.

په رپورټ کې زياته کړی شوې د کرونا وبا سره د چاپيريال بدلون چې کرکرونده يې اغېزمنه کړې هم په نړيواله کچه د خوراک رسايي متاثره کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي په مجموعي توګه په 43 ملکونو کې 41 ملکونه داسې دي چې د قحط په پوله ولاړ دي او دا به ډېر وخت وانخلي چې دوی به د قحط سره مخ شي.

بيسلی ويلي که د 2030 پورې د لوږې د کمي خبره جدې وانه خستل شوه او دا حالات قابو نه کړی شو نو عام قحط به راشي، قامونه به ګډوډ شي او په عامه کچه به کډوالۍ شورو شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG