لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړیوال سازمان بیا په نړۍ کې د کرونا وایرس د پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکړی


واشنګټن ـــ د صحت نړيوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې ويلي له تېرو څلورو هفتو راهیسې پرله پسې په نړيواله کچه د کرونا وایرس په پېښو کې زياتوالی روان دی او د مرګونو کچه کې راغلی کمی بيا زيات شوی چې وایي لوی علت يې د ډېلټا وېرينټ دی.

د کرونا ډېلټا واېرس چې په لومړي ځل په هندوستان کې معلوم شوی تر اوسه د نړۍ ۱۰۴ ملکونو ته خور شوی دی.

د صحت نړيوالې ادارې ډاېرېکټر جنرل ټېدروس ګېبريوسس د ګل- دوشنبې په ورځ د سویټزرلېنډ په جنېوا ښار کې د خپل مرکز دغه خبرداری جاري کړی او ویلي یې دي د دوی تنظيم په نړيواله کچه په شپږو سيمو کې د کرونا وایرس په پېښو کې يو ځل بيا زياتوالی موندلی دی.

نوموړي وویل ډېلټا واېرس يو ځل بيا په ډېره توندۍ سره په نړۍ کې خوريږي‌ او ويره يې څرګنده کړه چې دا به ډېر زر په ټوله دنيا کې لوی ځاني زيان وکړي.

د ډبلیو اېچ او مشر ووېل د کرونا وایرس دې نوي قسم په هغو ملکونو کې هم خلک ځپلي چې پکې ډېرو خلکو ته وېکسين لګول شوي دي او وايي‌ تر ټولو زيات يې هغه ملکونه ځپلي دي چرته چې د کرونا د مخنيوي وېکسين ډېرو خلکو ته نه دي لګول شوي.

نوموړي زياته کړه نړۍ د ولسي صحت د يو بېړني‌ حالت سره مخ ده چې د خلکو ژوند ژواک او اقتصاد يې په لوی خطر کې اچولی دی او د دې کچه په هغو ملکونو کې ډېره لوړه ده چرته چې د وېکسينو کمی دی او دا چې په نړيواله کچه د وېکسينو نامناسبه وېش دغه مسله نوره هم سنګينه کړې ده.

ښاغلي ګېبريوسس د کرونا واېرس د مخنيوي نړيواله تګلاره د ځنګل د اور د وژلو په څېر وبلله، چې پکې يوه برخه په مکمله توګه د سوځېدلو وروسته هلته اور پخپله قابو شوی.

نوموړي وویل که تاسو په يوه سيمه کې په کرونا وایرس قابو ومومئ نو د دې وایرس په خورېدلو کې کمی راتلی شي خو له بده مرغه د دې اور سپرغۍ په ټوله دنيا کې خورې دي او څه وخت هم بيا د اور په غرغنډو بدلېدی شي.

د صحت د نړيوالې ادارې د بيړنيو پروګرامونو ځايي‌ ډاېرکټر ماېک ريان هم ويلي د لوبو د مقابلو په څېر اکثره دستورو کې دا ډېره ګرانه شي چې يو ملک هلته بيا د کرونا د مخنيوي سپارښتنې عملي ‌کړي.

نوموړي د دې مثال په وروستيو کې په يورپ کې شوی د ۲۰۲۰م کال فټبال د ټورنمنټ‌ ورکړو چې پکې سټېډيم کې د خلکو يو څه ګڼه ګوڼه وه.

د صحت د نړيوال تنظيم ډبليو اېچ او ډاېريکټر جنرل ګېبريوسس په مالداره ملکونو ټکونه اوکړل چې د نړۍ په غريبو ملکونو کې د کرونا واېرس د مخنيوي د وېکسينو په برابر وېش کې مرستې نه کوي.

او د وېکسينو جوړوونکو کمپنيو فاېزر او موډرنا دې د ويکسينو په جوړولو کې نوره بيړه وکړي چې د نړۍ غريبو او وروسته پاتې هېوادونو کې هم هر وګړي ته وېکسين ولګول شي.

نوموړي ‌ووېل دغه وېکسين د کرونا په څېر خونړۍ وبا د مخنيوي يواځینۍ لاره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG