لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوهستان کې په بس چاودنه کې د نهه چينايي انجينيرانو په ګډون 13 تنه وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په شمالي علاقه برکوهستان ضلع کې په يو بس چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په وېنا د نهه چينايي انجينيرانو په ګډون 13 تنه وژل شوي دي، ويل شوي په وژل شوو کې دوه امنیتي سرتيري هم شامل دي او 17 تنه ټپيان شوي دي.

د چاوراکو په وېنا په پېښه کې زياتره وژل شوي او ژوبل بهرملکيان دي چا چې په علاقه کې جوړېدونکي داسو ډېم کې کار کولو.

د برکوهستان د پولیس مشر (ډي پي او) د دفتر يو کار کوونکي وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې پېښه شوې او چارواکي يې موقعې ته تللي دي.

هغه وويل په برکوهستان کې په بس چاودنه شوې ده او چينايان کار کوونکي پکې هم شامل دي، نوموړي د مرګ ژوبلو شمېره ونه ښودله.

د برکوهستان د مرستيال کمشنر د دفتر کار کوونکو ویلي د مسافرو بس د راولپنډۍ نه ګلګت ته روان وو او د کوهستان په برسين علاقه کې د چاودنې ښکار شوی دی.

د وي او اې اردو څانګي د چارواکو له قوله ویلي په بس کې 36 کسان سواره وو چې پکې 26 چينايي وګړي دي.

ويل شوي په پېښه کې ژوبل کسان د داسو ضلعي روغتون ته وړل شوي دي چې پکې د زياتو روغتيايي حالت مرګونی ښودل شوی دی.

په سمدستي توګه د پېښې علت نه دی مالوم شوی چې چاودنه څنګه شوې او نه چا د پېښې زمه واري منلې ده.

راپورونه وايي د پېښې ځای ته لوړ پوړي چارواکي روان شوي او په رسمي ډول د دغه پېښې په اړه کوم لوړ پوړي حکومتي چارواکي تراوسه څه نه دي ويلي.

خو ځينې سرچينې وايي چې دغه بس غورځېدلی او مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG