لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سپين بولدک وسلوالۍ مرکز د افغان ځواکونو په لاس کې دی


د افغانستان چارواکو ويلي د پاکستان سره د چمن په پوله د افغانستان سرحدي پوله د سپين بولدک ولسوالۍ مرکز د افغان ځواکونو سره دی، پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره د چمن پوله يې نن د شورو/چارشنبې د ورځې (14 جولايۍ) راهسې د امنيت په موخه تړلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې د چمن پولې ته څېرمه د افغانستان سرحدي ولسوالۍ يا ضلعې سپين بولدک کې د تیرې شپې راهسې د نښتو د خبرونو مخې ته راتلو وروسته يې د چمن پوله تړلې ده او هر ډول تګ راتګ يې پرې بند کړی دی.

په پوله يو پاکستاني امنیتي چارواکي وي او اې ډيوه ته وویل پوله يې د امنیت په موخه تړلې او اضافي سرتيري يې پرې په ځای کړي دي.

د چمن په پوله د پاکستان د ګمرکاتو يا کسټم يو چارواکي زاهد حسېن وي او اې ډيوه ته وويل چې نن سهار دوی د دندې دپاره د پولې ګمرک ته راغله خو پاکستاني سرحدي امنیتي چارواکو ورته وويل چې پوله تړل شوې ده.

هغه وويل دوی ته د امنیتي چارواکو لخوا لارښوونه وشوه چې څو پورې د افغانستان لوري ته امنيت نه وي برابر شوی تر هغې به په پوله هر ډول تګ راتګ او تجارتي چارې بندې وي خو د پولې بندېدو له امله د پولې دواړو خواو خلک ايسار شوي دي.

د افغان د سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک او چمن سوداګريزې لارې او وېش بازار په اړه طالبانو دعوه کړې دوی نيولې ده خو په کندهار کې د افغانستان د ملي اردو يو وياند وي او اې ته ویلي د سپين بولدک وسلوالۍ ټولې مرکزي سيمې د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

پاکستاني لوري ته ایسار شوو خلکو وي او اې ډیوه ته وويل دوی مسافر دي او زياتره پکې ناروغان دي دوی د پولې بندېدو له امله ايسار شوي د پاکستان او افغانستان چارواکو ته خواست کوي چې دوی ته پوله ازاده کړي.

د چمن د تجارانو د سازمان مشر عبدالصادق وايي چې د کندهار او چمن او کوټې د ټولو تجارانو اډاڼه هم د چمن په پوله ده چې پوله ازاده وي تجارت پرې کيږي نه يواځې سوداګرو ته خېر وي بلکې د خلکو روزګار روان وي او دواړو ملکونو ته یې ترې خېر وي.

هغه وویل کله هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سياسي اړیکې ترينګلې کيږي د سوداګرۍ لارې بنديږي چې له امله یې تجارت سخت اغېزمن شي.

د افغانستان د لوري را رسېدلو خبرونو ترمخه د تیرې شپې راهسې په سپين ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي او پکې دواړو خواوو ته د تلفاتو اوړېدو هم ويل شوي دي.

XS
SM
MD
LG