لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بوش: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل تېروتنه ده، ډېرې بدې نتیجې به ولري


واشنګټن ـــ د امریکې پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش- چې د یوولس سپټمبر تر پېښې وروسته یې په 2001م کال کې د القاعده ډلې د ځپلو لپاره امریکایي ځواکونه افغانستان ته لېږلي وو- د ولسمشر جوبایډن پر پرېکړه نیوکه کړې او وایي طالبان نورې سیمې نیسي په داسې وخت کې د امریکایي پوځونو ایستل تېروتنه ده.

ښاغلي بوش وروسته له هغه چې په 2009م کال کې د خپل حکومت تر پای ته رسېدو وروسته له سپینې ماڼۍ تللی، ډېر لږ یې د را وروسته درو ولسمشرانو بارک اوباما، ډانلډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن پر کارونو تبصره کړې ده.

خو د بایډن تر دې پرېکړې وروسته چې په بیړه له افغانستانه خپل ځواکونه باسي او وایي ټول پوځیان به یې د اګست میاشتې تر پایه امریکې ته ستانه شي، ښاغلی بوش وایي دی اندېښمن دی که طالبان واکمن شي- چې امریکایي ځواکونو شل کاله مخکې له واکه لرې کړي وو- نو د ښځو او ماشومانو په ګډون له هغو افغانانو سره به څه چلند کوي چې د امریکایي او نېټو ځواکونو ملاتړ یې کړی دی.

جارج ډبلیو بوش د جرمني ډوچې وېلې رېډیو ته په یوه مرکه کې- چې د شورو- چارشنبې په ورځ خپره شوې- ویلي، څوک باور نه شي کولای چې افغان ټولنه د ده په وینا "د طالبانو له وحشته" څومره بدله شوې ده:

"په خواشینۍ سره، زه وېرېږم افغانې ښځې او نجونه به دومره زیان وویني چې بیانېدای نه شي".

د دې پوښتنې په جواب کې چې آیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د صدر بایډن تېروتنه ده، ښاغلي جارج بوش وویل، "زه فکر کوم دا تېروتنه ده، هو، ځکه چې زما په نظر نتیجې به یې زښته ډېرې ناوړه وي او زه په دې خفه یم".

ولسمشر جوبایډن د پخواني صدر جارج بوش څرګندونو ته جواب نه دی ویلی خو له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د پرېکړې په دفاع کې ویلي، نه غواړي د امریکایانو یو بل نسل د افغانستان جګړې ته ولېږي، ځکه چې وایي دا اوس د افغانانو کار دی چې د خپل راتلونکي پرېکړه پخپله وکړي.

د امریکې پخواني جارج ډبلیو بوش دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او دعوه کوي چې د هېواد 85 فیصده خاوره یې نیولې ده خو افغان حکومت یې دا دعوه رد کړې ده.

جارج ډبلیو بوش په 2001م کال کې د نیویارک پر نړیوال تجارتي مرکز او پېنټاګان د یوولسم ستمبر تر بریدونو وروسته- چې تقریباً 3,000 کسان پکې و وژل شول- په افغانستان کې د القاعده ډلې په ضد جګړه پیل کړه او له افغان ځواکونو سره په مرسته یې د طالبانو حکومت ختم کړ.

افغانو مېرمنو په وروستیو کې اندېښنه څرګنده کړې چې که طالبان بیا واکمن شي د تېرو شلو کلونو هغه لاسته به راوړنې بیرته ضایع شي چې په نتیجه کې یې دوی ته د تعلیم، کار، ازادۍ او سیاست حقونه ورکړل شوي دي.

ښاغلي جارج ډبلیو بوش هم دا اندېښنه تکرار کړه او وایي افغانې ښځې په ویره کې دي چې هسې نه بیا طالبان پرې واکمن شي. ښاغلی بوش وایي د زرګونو افغان ترجمانانو برخلیک ته هم اندېښمن دی:

"زه فکر کوم ټول هغه ترجمانان او خلک چې نه یواځې له امریکایي ځواکونو بلکې له نېټو ځواکونو سره یې هم مرسته کړې ده داسې ښکاري چې هغوی به یواځې تر شا پرېښوول شي چې دغه وحشیان خلک [طالبان] یې و وژني او پر دې خبره زما زړه چوي".

صدر بایډن تېره اوونۍ ویلي چې افغان ترجمانانو او د هغوی د کورنیو غړو ته به امریکې ته د راتګ ویزې ورکړي او ویلي یې وو چې د دوی د ویزو کار یې تېز کړی دی خو لا بشپړ شوی نه دی.

رپوټونه وایي امریکې ته تر راتګ مخکې به دغه افغان ترجمانان یو بل درېیم هېواد ته ولېږل شي خو طالبانو په وروستیو کې اعلان کړی چا چې له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی په افغانستان کې دې پاته شي دوی به ورته هیڅ مزاحمت ونه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG