لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د افغان طالبانو په ملاتړ لاریون او خوشحالي شوې، حکومت وایي پلټنې یې کوي


واشنګټن ـــ د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کوټه کې د افغان طالبانو په ملاتړ کې لاريون شوی چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړی او د طالبانو د ممکنه "پرمختګ" په خوشحالۍ کې پر خلکو لډوګان وېشل شوي.

پر سوشل مېډیا د دې لاریون په ضد د خلکو تر اعتراضاتو وروسته د بلوچستان حکومت وايي پلټنې يې پېل کړې دي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د کوټې ښار پر بېلا بېلو سړکونو ګڼ شمېر خلکو پر موټر سايکلونو سپرو او موټر چلوونکو د افغان طالبانو بیرغونه اوچت کړي او د هغوی په حق کې يې شعارونه ورکړي دي.

د جمعيت علماء اسلام ګوند "نظرياتي" پاکستان د اطلاعاتو مرکزي سېکرېټري او د افغان طالبانو کلک ملاتړی سيد عبدالستار شاه چشتي وايي په ښار کې جلوس دوی را ايستلی وو. د چشتي په خبره يواځې جلوس نه بلکې دوی د خوښۍ لډوګان هم پر خلکو ووېشل:

"له دا څو ورځو چې په افغانستان کې مسلسل کوم فتوحات د امارت اسلامي له طرفه را روان دي، په خاصه چې په سپین بولدک کوم فتوحات راغلو، پر دې باندې ملګرو په کوټه کې جلوسونه ايسلي دي".

عبدالستار چشتي وایي د کوټې ښار په عالمو چوک سیمه، د ښار په لوی بازار او په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو د وروستیو "پرمختګونو"- چې دی یې فتوحات بولي- په خوشحالي کې ده په خپله او د ده ملګرو ميټايانې یا خوږې و وېشلې".

په کوټه کې د طالبانو په ملاتړ د لاریون یوه څنډه.
په کوټه کې د طالبانو په ملاتړ د لاریون یوه څنډه.

چشتي وایي خوشحاله دی چې شل کاله وړاندې [د طالبانو] حکومت يو وار بيا په افغانستان کې راتلونکی دی. د ستار چشتي په خبره په ډېری مدرسو کې يې د قران کريم ختمونه هم کړي دي.

بل لوري ته پر ټولنيزو رسنيو هم ځينې ويډيوګانې او عکسونه ليدل کېږي، چې پکې له پینځلسو تر شلو پورې موټرسايکلونه د جلوس په شکل کې په بېلابېلو لارو روان او په لاسونو کې يې د افغان طالبانو سپين بیرغونه لیدل کېږي.

د ډيوه همکارانو د بلوچستان د ايالتي حکومت له وياند لياقت شاهواني سره د خبرو کول هڅه کړې خو هغه سره تماس ونه نيول شو، بل لوري ته د کوټې د ضلعې انتظاميې يوه ذمه وار چارواکي د نوم نه اخيستول په شرط و ډيوه ته وويل:

"حکومت د ياد جلوس نوټس اخيستی او پلټنې يې روانې کړې دي، د حکومت له خوا د داسې جلوسونو اجازه هچا ته هم نه ده ورکول شوې".

د دې جلوس پر ويډيوو او عکسونو باندې پر ټولنيزو رسنيو هم سخت غبرګون مخې ته راغلی او پر حکومت نيوکې شوې دي. ښځينه مدني فعالې او وکيلې جليله حيدر په خپل فيسبک ليکلي:

"د پرېشانۍ کومه خبره نه ده، طالبان په کوټه کې د حکومت د کارکردګۍ او کردار د کتلو لپاره راوتلي وو، هغوی [طالبان] د بلوچستان وزير اعلی ته دا خبره کولو لره راوتلي وو چې ګوره وروره نظام دې سم کړه ګنې موږ موجود يو".

د ايالتي حکومت له لوري تر اوسه په دې هقله کوم دريځ مخ ته نه دی راغلی.

د بلوچستان د وزیراعلی جام کمال د اطلاعاتو سلاکارې بشری رند د ټيليفون له لارې وي او اې ته وويل چې هغه په اسلام اباد کې ده او په دې اړه معلومات نه لري:

" زه په اسلام اباد کې يم داسې کوم څه باندې معلومات نه لرم"۔

ياده دې وي چې د روانې اونۍ د تېرې جمعې په شپه د خېبر پښتونخوا له بورډ بازار راحت آباد څخه تر ريګي هديرې پورې هم د افغان طالبانو په حق کې جلوس را ايستل شوی وو، د رسنيو رپورټونه وایي دا جلوس د عبدالرشيد په نامه کس د جنازې پر وخت را ايستل شوی وو او وایي هغه په افغانستان کې وژل شوی او دلته يې د ښخولو لپاره پر تورخم را اړولی وو.

د خېبر پښتونخوا پوليس دعوه کوي چې د جلوس د را ايستلو په تور يې دوه تنه نيولي او يوه مدرسه يې بنده کړې ده.

بل لوري ته افغان طالبانو دعوه کړې ده چې سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک او د چمن سوداګريزې لارې او وېش بازار نيولی یې دی خو په کندهار کې د افغانستان د ملي اردو يوه وياند وي او اې ته ویلي د سپين بولدک ولسوالۍ ټولې مرکزي سيمې د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

د چمن ضلعې يوه انظامي چارواکي وي او اې ډيوه ته د پاکستان له لوري د دروازې د تړلو تصديق وکړ او ویې ويل " اول د دوی [افغانستان] له لوري دروازه تړل شوې وه بيا موږ هم خپله دروازه وتړله او اوس تګ راتګ بند دی، دا نه ده معلومه چې تر کومه به دروازه تړلې وي".

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG