لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین په کوهستان کې پر خپلو وګړو د "برید" په اړه له پاکستانه د پلټنو غوښتنه کړې


واشنګټن ـــ د پښتونخوا په بر کوهستان سیمه کې د لارۍ په پېښه کې د نهه تنه چینایي انجینېرانو تر وژل کېدو وروسته چین د دې پېښې د پلټنې غوښتنه کړې ده او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې دا پېښه په کلکه غندل شوې ده خو د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د شورو- چارشنبې په ورځ سهار وختي د بر کوهستان په سیمه کې د داسو ډېم کارکوونکي په یوه سرخلاسې لارۍ کې سپاره وو، چې بس یې د حادثې ښکار شو او په نتیجه کې یې د نهو چینایي انجینېرانو په ګډون 13 تنه و وژل شول.

چارواکي وایي په وژل شویو کسانو کې دوه پاکستاني ملېشه پوځیان او دوه عام کسان دي او 27 نور ټپیان شوي دي. د داسو مرستیال کمیشنر عاصم عباسي وایي، د یوولسو ټپیان حالت نازک دی چې وایي هغه یې د هیلیکاپټر په وسیله ګلګ ته وړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د بس د ګېس سلنډر د چاودنې له کبله هغه یوې کندې ته لوېدلی، خو په اسلام اباد کې د چین سفارت دا چاودنه بللې ده.

د چین خارجه دفتر ویاند دا برید غندلی وو او پر پاکستان یې ټینګار کړی وو چې پخپل هېواد کې دې د چیني وګړو، ډلو او د دوی د پروژو د ساتنې لپاره په دې پېښه کې لاس لرونکو کسانو ته سختې سزاګانې ورکړل شي:

"موږ له پاکستانه غوښتنه کړې چې د پېښې علت دې معلوم کړي او چې څومره ژر ممکن وي بریدګر دې ونیسي او سزا دې ورکړل شي او په پاکستان کې د چینایي وګړو او پروژو د تحفظ لپاره دې ګړندي ګامونه پورته کړل شي".

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د نهه تنه چیني وګړو او یو شمېر نورو پر ټپي کېدو خفګان څرګند کړی او په یو بیان کې یې د وژل شویو او ټپي چینایي کسانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې ده.

پرون په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لیګ نواز ګوند یو مرکزي مشر احسن اقبال دا یو تخریبي عمل بللی او د پاکستان په پرمختیا یې برید ګڼلی دی:

"دا ډېره لویه حمله ده، دا د پاکستان په پرمختیا او د اوبو پر امنیت برید دی".

احسن اقبال وویل د دوی د حکومت په مهال په زرګونو چینایي وګړو په پاکستان کې په سیپېک پروژه کې کار کاوه خو وایي هغه وخت داسې پېښه نه وه شوې.

د پارلماني چارو لپاره د عمران خان سلاکار بابر اعوان قومي اسمبلۍ ته په وینا کې دا یو "برید" بللی او غندنه یې کړې ده. بابر اعوان ویلي له داسې پېښو سره د پاکستان او ګاونډي هېوادونو تر منځ له خصوصي اقداماتو پام نه شي اړول کېدای.

د دې پېښې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې هم په پاکستان خصوصاً بلوچستان کې له سیپېک سره پر تړلو چینایي وګړو بریدونه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG