لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني تاشکند ته رسېدلی،دیو شمیر هیوادونو مشرانو سره به لېدنې کوي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني منځنۍ او جنوبي اسیا، دسیمه ییزو روابطونو، فرصتونو او ننګونو په نوم راجوړیدونکي بین المللي کنفرانس کې د ګډون په موخه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ته رسیدلی دی.

د افغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر غني به په یاد کنفرانس کې پرګډون او وینا سربېره د ازبکستان صدر شوکت میرضیایف او په کنفرانس کې د ځینو هیوادونو ګډون کوونکو استازو سره جلا،جلا کتنې کوي.

بیان کې ویل شوي چې په دې کتنو کې به ښاغلی اشرف غني د نوي فصل په چوکاټ کې افغانستان سره د دوستانه او دوامداره اړیکواو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

یاد کانفرنس کې دبرخې اخستو په موخه دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم دپنجشنبې په ورځ دیو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاشکند ته رسېدلی.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د وړاندې نه ازبکستان کې موجود دی ، رسنیو سره خبرو کې یې هېله ښکاره کړې ده چې وزیراعظم عمران خان اؤ ولسمشر اشرف غني به سبا دیو بل سره لیدنه وکړي خو افغان دولت لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

ازبکستان کې راجوړیدونکي دنیوال پیوستون سرمشریزه غونډه کې دمرکزي اسیا دڅلور هیوادونو مشرانو ،دهند اؤ پاکستان وزیراعظمانو ته دګډون بلنه ورکړل شوې ده

په ازبکستان کې دا نړیوال کانفرنس په داسې مهال راجوړیږي چې په دې وروستیو کې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو دلړۍ پیل کیدو سره سم طالبانو خپل بریدونه اؤ جګړې پراخه کړي اؤ افغان دولت تور لګوي چې دطالبانو ترشا داسلام اباد لاس دی خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دافغانستان دسولې پروسه کې چې یې کوم رغنده رول لوبولی هغه ټوله نړۍ مني.

اشرف غني تیره اوونۍ خوست کې یوې دستورې ته د وینا په مهال په طالبانو غږ کړی ؤ چې که افغانستان سره مینه لري نو ژمنه دې وکړي چې د ډیورنډ کرښه نه مني خو طالبانو داشرف غني دغه غوښتنې ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

په دې وروستیو کې دطالبانو ویاندویانو دپاکستان دټي وي چینلو اؤ ټولنیزو رسنیو دلارو دمرکو لړۍ پیل کړې اؤ په دغو مرکو کې طالبان پرله پسې ژمنې کوي چې که افغانستان کې واک ته ورسیږي نو پاکستان سره به غوره اړېکې ساتي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ،دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید اؤ داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري پخپلو وروستیو څرګندونو کې دطالبانو ستاینې کړي اؤ هغوئ یې ځېرک اؤ پوهه خلک بللي دي خو دپاکستاني وزیرانو دغو څرګندونو ته دمخالفو ګوندونو سیاستمدارانو اؤ ټولنیزو فعالانو سخت غبرګون ښودلی دی اؤ حکومت یې افغانستان کې په لاسوهنه تورن کړی دی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي محسن داوړ د پارلیمان غونډې ته خپله وینا کې ویلي وؤ که د خارجه وزیر شاه محمود قریشي په نظر طالبان هوښیا اؤ ځېرک دي نو بیا دپاکستان واک ولې نه ور سپارل کیږي؟

په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال طاهر خان هم مني چې په ازبکستان کې دعمران خان اؤ اشرف غني ترمنځ دلیدنې دپاره هڅې روانې دي خو هغه وایي په عمل کې داسې هیڅ نشته.

طاهر خان په ټویټر لیکلي دا مهال دپاکستان اؤ افغانستان اړېکې دسخت فشار لاندې دي اؤ دسپین بولدک په اړه وروستیو ادعاؤ دې اړېکو ته نور هم سخت ګزار ورکړی دی.

طالبان دعوه کوي چې دشلګونو نورو ولسوالیو ترڅنګ یې کندهار ولایت کې دپاکستان سره په پوله پرته ولسوالۍ سپین بولدک هم قبضه کړې ده خو افغان چارواکي دا دعوې ردوي اؤ وایي دسپین بولدک د مهمو سیمو واک د دولت په لاس کې د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG