لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیسو وړاندې نه بندیوان علي وزیر په یوه بله زړه مقدمه کې هم ونیولو


دکراچۍ پولیسو مخکې نه بندیوان دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی علي وزیر دترهګرۍ په یوه بله مقدمه کې نیولی اؤ نن د زیارت په ورځ یې دترهګرۍ دمخنیوي عدالت ته وړاندې کړی دی.

دپاکستان یو وتلی خبریال مبشر زیدي په ټویټر دپولیسو له خولې لیکلي چې د علي وزیر په ضد کال ۲۰۱۸م کې دکراچۍ دشاه لیطف په پولیس تاڼه کې مقدمه درج اؤ په دغه مقدمه کې هغه مخرور ؤ.

په دې مقدمه کې پولیسو په علي وزیر د اړي ګړي جوړولو،ورانکارۍ ،ترهګرۍ اؤ ګڼ نور تورونه لګولي دي.

پولیسو په یاده مقدمه کې دمخکې نه بندیوان علي وزیر دکراچۍ دترهګرۍ دمخنیوي عدالت ته وړاندې کړی اؤ عدالت دهغه دمقدمې اوریدنه تر ۱۷م جولایي ځنډولې ده.

علي وزیر تیرکال د دسمبر په ۱۶مه پېښور کې پولیسو نیولی اؤ بیا یې په کراچۍ بوتللی ؤ چې دتیرو اوو میاشتو راهسې دکراچۍ په زندان کې بندیوان دی.

په هغه په شپږم دسمبر کال ۲۰۲۰ کراچۍ کې یوې جلسې ته د وینا په مهال دپوځ اؤ نورو ریاستي ادارو په ضد دخلکو د راپارونې مقدمه درج ده اؤ په دغه مقدمه کې یې دلاندې عدالتونو اؤ هایکورټ لخوا د ضمانتونو عریضې رد کړل شوي دي.

دا مهال دعلي وزیر د ضمانت خواست دپاکستان په ستره محکمه کې د اوریدنې لاندې پروت دی اؤ روانه میاشت په ټولنیزو رسنیو داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمرجاوید باجوه دسیاسي مشرانو سره دبندو تمبو ترشا راجوړه شوې غونډه کې ویلي وؤ که چرې علي وزیر بخښنه وغواړي نو له بنده به خوشې کړل شي.

خو علي وزیر دا وړاندیز رد کړی اؤ وایي چې هرکله یې څه جرم نه دی کړی نو بخښنه په څه خبره وغواړي؟

د جنرال باجوه د وړاندیز په ځواب کې علي وزیر روانه میاشت په ټویټر لیکلي وؤ "شاید جنرل باجوه ته ځان جرنل اروړه او زه ورته جرنل نیازی ښکاره شوی یم"

جنرل جګجیت سینګ اروړه د هندي پوځ افسر وو، چې د 1971م کال د دسمبر پر 16مه د بنګله دېش په جګړه کې د پاکستان د پوځي کمانډ مشر جنرل امیر عبدالله خان نیازی ورته تسلیم شوی ؤ.

دپاکستان پوځ لا تر دې دمه په رسمي توګه دعلي وزیر دنیول کیدو یا ضمانت په اړه څه نه دي ویلي خو زیاتره مهال دپوځ مطبوعاتي څانګه سیاسي چارو کې دلاسوهنې تورونه ردوي.

دبشري حقونو دپاره مبارزه کوونکی پښتون ملت پاله سیاستمدار اؤ دپاکستان دسینیټ پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي علي وزیر له دې امله په بند کې ساتل شوی چې هغه دترهګرۍ په ضد یو پیاوړی غږ دی اؤ دهغه دکورنۍ ۱۷غړو دخپل ژوند په قربانولو دا غږ نور هم پیاوړی کړی دی.

په ټویټر افراسیاب خټک وایي علي وزیر بهر نه په افغانستان دطالبانو د مسلط کولو سره اختلاف دی اؤ دطالبانو د پاکستاني سرپرستانو په نظر کې هم دا دهغه اصلي جرم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG