لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دیو لیټر پټرولو نرخ کې 5.40 روپۍ اضافه


پاکستان کې حکومت دتېلو بیعې نورې هم لوړې کړي اؤ وزیراعظم عمران خان دیو لیټر پټرولو په نرخ کې دپینځوؤ روپو اؤ ۴۰پیسو داضافې منظوري ورکړې ده.

پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالو دتیلو بیعو کې دا لوړوالی مسترد کړی اؤ وایي حکومت په غریب ولس هرڅه دایي ایم ایف په وینا ګرانوي.

دپاکستان د وزیراعظم سلاکار ډاکټر شهباز ګل د زیارت په ورځ ویلي په نړیوال مارکیټ کې دتیلو بیعې لوړې شوي چې دهغې له امله دپټرولیم مصنوعاتو دڅار ادارې اوګرا وزیراعظم ته وړاندیز کړی ؤ چې دیو لیټر پټرولو بیعه باید 11.40 لوړه کړل شي.

شهباز ګل وایي وزیراعظم د اوګره دسپارښتنې برعکس د ولس په ګټه د پټرولو دیو لیټر نرخ یوازې پینځه روپۍ اؤ څلویښت پیسې لوړ کړی،د ډیزلو دیو لیټر‌په نرخ کې دوه روپۍ اؤ ۵۴ پیسې اؤ د لایټ ډيزلو نرخ کې یوه روپۍ اؤ ۲۷پیسې اضافه کړل شوې ده.

دیوې نیمې میاشتې په لنډه موده کې دا دریم ځل دی چې پاکستان حکومت دتیلو بیعې لوړې کړی دي اؤ هرځل حکومت وایي چې د پټرولیم مصنوعاتو ادارې ورته د تیلو بیعو کې د زیات لوړوالي سپارښتنه کړې وه خو حکومت د ولس په ګټه کې دا نرخونه لږ لوړ کړل.

واکمنۍ ته له رسیدو وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان د تیلو په لوړو بیعو سختې نیوکې کولې اؤ پخپلو زیاترو تقریرونو کې یې په وړاندیني حکومت تور لګولو چې دخپلو غلاګانو دپیسو پوره کولو دپاره دتیلو بیعې لوړوي اؤ بوج په غریب ولس اچوي.

وزیراعظم عمران خان اقتدار ته رسیدو نه وړاندې هیواد کې د ګرانۍ یو ستر علت دتیلو دبیعو لوړوالی هم ښودلو.

پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالو دتیلو بیعو کې دا لوړوالی مسترد کړی اؤ وایي حکومت په غریب ولس هرڅه دایي ایم ایف په وینا ګرانوي.

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وایي حکومت یوه میاشت کې په دوهم ځل په ولس دپټرولو بم غورځولی دی خو په بې حسه واکمنانو هیڅ فرق نه پریوځي.

هغه وایي دا خلک چې اپوزیشن کې وؤ نو دعوې به یې کولې چې پټرول به ۴۴ روپۍ لیټر ولس ته ورکوي .

نوموړي دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې دپټرولو نرخ کې دا اوسنۍ اضافه بېرته واخلي ولې چې په یو لیټر کې پینځه روپۍ اؤ ۴۰ پیسې اضافه ولس سره بدترین ظلم دی.

دمسلم لیګ نواز ګوند یو مرکزي مشر اؤ پخواني مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق په ټویټر لیکلي دپټرولو نرخ کې ددې پریمانه اضافې سره به ګرانۍ،غربت اؤ ولږه کې هم اضافه وشي.

هغه ویلي حکومت په غټ اختر کې دتنخادارې اؤ منځومانې طبقې قرباني ورکړه اؤ اوس به وړاندې کتلی شي چې د ایي ایم ایف بجټ به نورې څه کانې کوي.

جمعیت علماء اسلام ګوند هم دتیلو بیعو کې دلوړوالي غندنه کړې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې نااهله حکومت ولس ته داختر تحفه د ګرانو پټرولو په شکل کې ورکړه.

ددغه ګوند په بیان کې ویل شوي چې حکومت پروګرام لري چې ټول قام احساس پروګرام کې په خیرات غوښتو مجبوره کړي.

د پټرولو د ګرانولو په اعلان پاکستان کې په ټولنیزو رسینو په حکومت سخت ریشخند هم وهل شوی اؤ یو شمیر فعالینو لیکلي په تیره یوه نیمه میاشت کې حکومت په دریم کرت دتیلو بیعې لوړې کړي خو په ورسره په ولس دا احسان هم کوي چې اوګره خو د زیاتې اضافې سپارښتنه کړې وه خو وزیراعظم په ولس خوږیږي ځکه یې دپټرولو بیعې لږې لوړې کړې.

دبلوچستان پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رئیساني د وزیراعظم عمران خان پخوانیو ویناګانو ته په اشاره په ټویټر لیکلي "سیاست دې سر وخوري،مونږ ته خو په کنټینر ولاړ یو تن دا منطق وړاندې کړی ؤ چې که چرې پټرول ګران وي نو پوهه شئ چې ستاسو وزیراعظم غل دی"

دپټرولو ترڅنګ په دې وروستیو کې په پاکستان کې دبجلۍ ،ګیس اؤ دخوراک څښاک دشیانو نرخونه هم لوړ کړل شوي اؤ حکومت دریځ وړاندې کوي چې دحکومت دمعیشت دپیاوړتیا دپاره په داسې سختو فیصلو کولو مجبوره دی.

خو څېړونکي بیا تور لګوي چې دعمران خان حکومت سره دخپلو مخالفینو د ځورؤلو اؤ په هغوئ له تورونو لګولو پرته بل هیڅ اقتصادي پلان په لاس کې نشته

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG