لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې افغانستان ته اووه هيلي کاپټرې ورکړي


د افغانستان د دفاع وزارت وياند ویلي امریکې د افغانستان د هوايي ځواک د مرستې دپاره اووه هيلي کاپټرې ورکړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند فواد امان د دغو هيلي کاپټرو په اړه په ټويټر ویلي،

"امریکې اووه نوې هيلي کاپټرې افغان هوايي ځواک ته ورکړې. دا هيلي کاپټرې به نن د جمعې په ورځ (16 جولايۍ) په رسمي توګه افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي".

امریکې افغان هوايي ځواک ته دغه هيلي کاپټرې په داسې حال کې ورکړي چې د افغانستان څخه د امریکايي او نړيوالو ځواکونو د ويستو د اعلان وروسته طالبانو بريدونه سېوا کړي دي.

په وروستيو کې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي وو، دا وخت د افغانستان په شمالي ولايتونو کې پوځي عملیات دوام لري چې پکې بدخشان، تخار، بغلان، کندوز، بلخ، فارياب، جوزجان او سمنګان ولايتونه شامل دي.

د وزارت ترمخه د افغانستان په جنوب کې په کندهار، هلمند، اروزګان او په لویديځ افغانستان کې په فراه، هرات او په ختيځ کې په ننګرهار، لغمان، پکتيا، پکتيکا او په ټوله کې د 18 څخه تر 20 پورې ولايتونو/ صوبې کې افغان ځواکونو د طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

امریکا ويلي د افغانستان څخه يې د ځواکونو ويستو عمل روان دی او د ځواکونو ويستو 90 فيصده عمل يې بشپړ شوی دی.

د جون د میاشتې په وروستيو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او نورو چاراکو د امریکا سفر کړی وو.

د افغان لوړ پوړو مشرانو سره په ليدنه کې د امریکې صدرجو بایډن ويلي وو چې د افغانستان د راتلونکي فیصله به افغانان په خپله کوي او دا چې مرستې کول به ورسره د امریکا نه پاتې نه وي.

XS
SM
MD
LG