لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالله او ګڼ نور افغان سیاستوال له طالبانو سره د خبرو لپاره نن قطر ته ځي


واشنګټن ـــ د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د جمعې په ورځ له ځینو نورو افغان سیاستوالو سره یو ځای قطر ته ځي او هلته به د طالبانو له مشرانو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې کوي.

د ډاکټر عبدالله د دفتر یوه چارواکي وي او اې ته وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني، کریم خلیلي، محمد محقق، سلام رحیمي، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، فاطمه ګیلاني او ځینې نور سیاستوال به هم له نوموړي سره په دې سفر کې شامل وي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې د ډاکټر عبدالله د دفتر مرستیال مشر اسدالله سعادتي وایي، تمه ده چې په دې سفر کې به د سولې په اړه ځینې لاسته راوړنې ولري او یا به د سولې په اړه د طالبانو له دریځه خبر شي.

سعادتي وایي له طالبانو سره د افغان سیاستوالو د پلاوي مهمه ایجنډا پر ډزبندۍ باندې ټینګار کول دي.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی او ویاند نادر نادري وایي، طالبانو د ډزبندۍ لپاره د شرط په توګه د خپلو نورو 7,000 بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده. ښاغلي نادري د پنجشنبې- زیارت په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل:

"طالبان وایي دوی یو پلان لري چې درې میاشتې ډزبندي به وکړي خو تر دې مخکې دې یې اووه زره بندیان خوشي کړل شي او د ملګرو ملتونو له تور نوملړه دې یې د مشرانو نومونه و ایستل شي".

تر اوسه معلومه نه ده چې افغان حکومت د طالبانو دغې غوښتنې ته څه جواب ورکوي، خو د امریکې او طالبانو له تړون وروسته د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره د افغان حکومت د طالبانو 5,000 بندیان خوشې کړل.

ښاغلي نادري وویل چې د طالبانو دغه اوسنۍ غوښتنې ډېرې درنې دي ځکه چې وایي یواځې د درو میاشتو د ډزبندۍ په بدل کې خپل اووه زره بندیان خوشي کېدل غواړي خو وایي د تېرو پینځو زرو بندیانو په بدل کې یې هم جګړه بنده نه کړه:

"د پینځو زرو بندیانو خوشي کول د افغانستان د خلکو لپاره سخته تجربه وه، جګړه ونه درېده بلکې تېزه شوه، د خلکو د ملکیتونو خرابۍ او د خلکو وژنو شدت پیدا کړه، د حل لاره دا ده چې د جګړې پر دایمي بندېدو اتفاق وکړو".

طالبانو د نادر نادري د دغو خبرو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي چې ګواکې دوی د خپلو نورو اووه زره بندیانو د خوشي کېدو او له تور فهرسته د خپلو مشرانو د نومونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د درې میاشتنۍ ډزبندۍ بحث په داسې وخت کې کیږي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ له تېرو څو اوونیو راهیسې په څو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي او دواړه خواوې دعوې کوي چې یو بل ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG