لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: تېره یوه میاشت کې له پاکستان او نورو سیمو 10 زره جنګیالي راغلي


واشنګټن ـــ افغان ولسمشر اشرف غني وایي په تېره یوه میاشت کې 10 زره طالب وسلوال له پاکستان او نورو سیمو افغانستان ته د جګړې لپاره ور اوښتي او پر پاکستان یې یو ځل بیا ږغ کړی چې طالبان سولې ته وهڅوي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ په تاشکند کې د منځنۍ او جنوبي اېشیا په اړه کانفرنس ته په وینا کې وویل، هېواد یې د کورونا درېیمې څپې او وچکالۍ هم ځپلی خو د طالبانو وروستيو بریدونو یې لا د خلکو ژوند ته خطر پېښ کړی.

اشرف غني وویل دوی د نړیوالې ټولنې او لویې جرګې په سپارښتنه د طالبانو 5,000 بندیان خوشي کړل، خو وایي هغوی له امریکې سره د تړون په خلاف دغه کسان بیرته د جګړې ډګر ته ولېږل:

"استخباراتي اندازې اټکل کوي چې په تېره یوه میاشت کې تر 10,000 زیاتو جهادي جنګیاليو له پاکستان او نورو سیمو او همدارنګه له دوی [طالبانو] سره تړلیو نورو نړیوالو ترهګرو ډلو یې ملاتړ کړی".

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني دعوې ته څه جواب نه دی ویلی او نه ولسمشر غني د خپلې دې دعوې لپاره څه ثبوت وړاندې کړ، چې آیا دغه وسلوال څوک دي چې افغانستان ته ور اوښتي دي.

صدر غني کانفرنس ته وویل باوجود د دې چې وزیراعظم عمران خان او د پاکسان پوځي مشرانو ورته بیا بیا باور ورکړی چې پاکستان نه غواړي طالبان په زور واکمن شي او پر طالبانو به خبرو ته د حاضرېدو لپاره خپل اغېز استعمالوي، خو وایي:

"ځینې نیټورکونه او تنظیمونه- چې د طالبانو ملاتړ کوي- په ښکاره د افغان ولس او ریاست د اثاثو او ودانیو د ورانۍ لمانځنه کوي".

د ولسمشر غني اشاره هغو احتجاجونو ته وه چې په تېرو ورځو کې په پېښور او کوټه کې د افغان طالبانو په ملاتړ احتجاجي مظاهرې شوې او پکې د افغان طالبانو بیرغونه اوچت کړل شوي وو. د بلوچستان داخله وزیر ضیاء لانګو دا لاریونونه د دغو خلکو "جمهوري حق" بللی.

پاکستان تر اوسه له خپلې خاورې افغانستان ته په تېره میاشت کې د وسلوالو د ور اوښتو دعوې ته څه جواب نه دی ویلی، خو وزیراعظم عمران خان د تاشکند په غونډه کې د اشرف غني په جواب کې ویلي، دا بېخي‌ انصاف نه دی چې پاکستان د افغانستان د روانو حالاتو ذمه وار ګڼل کېږي:

"په افغانستان کې چې څه روان دي د هغه وجه د تېرو شلو کلونو روانه جګړه او ژور اختلافات دي، طالبان به ولې زموږ خبره مني چې هغوی خپلې کامیابۍ ته هیله من دي".

عمران خان ویلي چې پاکستان تر بل هر هېواد په افغان سوله کې زیات رول تر سره کړی او طالبان یې خبرو ته مجبوره کړي دي. وزیراعظم خان وویل د اشرف غني خبرې ډېر زیات خفه کړ، چې پر پاکستان تورونه لګوي:

"زموږ تر هر څه لومړیتوب په افغانستان کې ارامي ده ځکه چې هلته له جنګه چې تر ټولو زیات اغېزمنېږي هغه پاکستان دی، پاکستان به د افغان سولې او پخلاینې او همدارنګه په افغانستان کې د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره د ټولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي".

د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ یو پر بل د تورونو دا خبرې یو ځل بیا په داسې حال کې تودې شوې دي چې طالبانو په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې بریدونو ته دوام ورکړی او تر 100 د زیاتو ولسوالیو د نیولو دعوې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG