لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې په اړه اسلام اباد کې ټاکل شوې غونډه ځنډول شوې، د اختره وروسته به کیږي


پاکستان چې د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې درې ورځنۍ غونډه رابللې هغه يې ځندولې او ویلي يې دي دغه غونډه به اوس د لوی اختر نه وروسته کیږي او بله نېټه ورته نه ده اعلان شوې.

د باکستان د بهرنيو چارو وزارت د غونډې ځنډېدو ويلي او زیاته کړې يې ده د غونډې دپاره بله نېټه به وروسته اعلان کړی شي.

پاکستان ويلي وو دغه درې ورځنۍ غونډه چې د 17 نه 19 جولايۍ پورې په اسلام اباد کې ټاکل شوې وه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سياسي مشرانو ته پکې بلنه ورکړی شوې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو طالبان په غونډه کې نه دي بلل شوي.

د غونډې ځنډېدو په اړه څه نه دي ويل شوي خو په داسې وخت کې ځنډول شوې چې پرون په 16 جولايۍ د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تاشکند کې وېناګانې کړي اشرف غني مخامخ په پاکستان نيوکې کړي او عمران خان ورته ځواب ويلی دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپله وېنا کې وويل چې د پاکستان نه وسله وال افغانستان ته اوړي او هلته بریدونه کوي او هم د پاکستان دننه افغانستان کې د طالبانو په لاس په دولتي شتمنیو لوټ کیدو خوشحالۍ نمانځل کیږي خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان بیا ويلي چې دافغانستان په سوله کې څومره رغنده رول پاکستان لوبولی، بل هیچا نه دی لوبولی.

په تاشکند کې د جنوبي او مرکزي اسیا نړیوال کانفرنس ته خپله وینا کې ولسمشر اشرف غني وويل پاکستان کې ځينې شبکې او ادارې د طالبانو ملاتړ کوي او د تیرې یوې میاشتې په مهال د پاکستان او نورو هیوادونو نه د لسو زرو څخه زیات وسله وال افغانستان اوښتي دي.

هغه په پاکستان غږ کړی چې پاکستان په طالبانو کوم نفوذ لري باید هغې څخه په استفاده طالبان دمعنې ډکو مذاکراتو ته تشویق کړي.

خو دغه کانفرنس ته پخپله وینا کې بیا دپاکستان وزیراعظم عمران خان وويل چې پاکستان دمذاکراتو میز ته دطالبانو په کېښنولو کې څومره رغنده رول لوبولی ،داسې بل هیچا نه دی لوبولی.

عمران خان وويل په داسې حال کې چې طالبانو ته په افغانستان کي د بريا اميد په نظر راځي نو هغوى به ولې د پاکستان خبرې ته غوږ ږدي.

د افغانستان څخه د امریکا او نړيوالو ځواکونو د ويستلو د اعلان وروسته طالبانو په بريدونه سېوا کړي او د افغانستان په بېلابيلو برخو کې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG