لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین:افغانستان کې دپاکستان دلاسوهنو نتیجه به بربادي وي


دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي افغانستان کې دپاکستان منفي لاس وهنې په تیر تاریخ کې ټوله سیمه د بربادۍ سره مخ کړه دا ځل به یې هم نتیجه دغه بربادي وي.

په ټویټر ښاغلي پشتین لیکلي افغانستان کې دپاکستان لاسوهنې به یوازې افغانستان ته زیانونه نه اړوي بلکې بلکې د ډیورنډ د کرښې دیخوا به هم پښتنو ته دپخوا په څېر دستر زیان سوب جوړیږي.

منظور پشتین اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ نورو مشرانو تر دې وړاندې هم بیلابیلو وختونو کې دپاکستان په حکومت افغانستان کې دلاسوهنو تورونه لګولي خو دپاکستان پوځ بیا وایي چې دپښتون ژغورنې غورځنګ دافغانستان اؤ هند لخوا حمایه کیږي اؤ هغوئ پیسې ورکوي.

خپلې دا تازه څرګندونې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر په داسې حال کې کړې دي چې پرون دجمعې په ورځ ازبکستان کې داسیاء دپیوستون کانفرانس په مهال د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په مخکې دافغانستان ولسمشر اشرف غني تور ولګولو چې هیواد ته یې دپاکستان څخه وسله وال ور اوړي اؤ هلته بریدونه کوي.

هغه وویل په نزدې وختونو کې دپاکستان اؤ نورو هیوادونو څخه لس زره وسله وال افغانستان ته ور اوښتي دي خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان بیا د اشرف غني دا تورونه رد کړي اؤ پخپله وینا کې یې ویلي چې دافغانستان په سوله کې دپاکستان په څېر کردار هیچا نه دی ادا کړی.

افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو دلړۍ پیل کیدو سره سم په دغه هیواد کې طالبانو خپل بریدونه اؤ جګړه پراخه کړې اؤ دعوې کوي چې دافغانستان په لسګونو ولسوالۍ یې پخپل کنټرول کې اخستې دي.

پاکستان کې هم دطالبانو په دې پرمختګونو ځېنې خلک خوشحالۍ کوي اؤ په پېښور اؤ کوټه کې په دې وروستیو کې دطالبانو په پلوۍ لاریونونه ویستل شوي دي.

داسیاء دپیوستون کانفرانس ته خپله وینا کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې دطالبانو په پلوۍ ویستل شوؤ دغو لاریونونو ته په اشاره ویلي پاکستان کې دطالبانو په لاس دافغانستان دملي شتمنیو په لوټ کېدو د خوښۍ جشنونه کیږي.

دطالبانو دبریدونو سیوا کېدو سره سم په پاکستان دافغانستان لخوا دمداخلت دتورونو لړۍ چټک شوې اؤ اوړمه ورځ دافغان ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح ویلي وؤ دپاکستان هوایي ځواکونو افغان هوایي ځواکونو ته ګواښ کړی چې که چرې پاکستان سره په پوله پرتې سرحدي سیمې سپین بولدک نه یې دطالبانو دشړلو هڅه وکړه نو دپاکستان دهوایي ځواک لخوا به دمقاومت سره مخ شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند د امرالله صالح دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان دافغانستان لخوا پخپله خاوره کې دعملیاتو حق تسلیموي.

پاکستاني چارواکي که هرڅو دعوې کوي چې افغانستان کې لاس وهنه نه کوي اؤ‌ نه هم طالبان په شا ټپوي خو دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید په دې وروستیو کې منلې ده چې دافغان طالبانو دمشرانو کورونه په پاکستان کې دي اؤ هغوئ خپل علاج هم دپاکستاني روغتونونو څخه کوي.

یوه ورځ وړاندې په میډیا یوه ویډیو مخې ته راغلې وه چې پکې دوه شوې وه چې دسپین بولدک په جګړه کې د ژوبل شوؤ طالبانو درملنه دچمن په سرحدي سیمه کې دپاکستان په یو روغتون کې روانه ده.

پاکستان لا ددغه ویډیو په هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو دافغانستان سره په پوله دپروت بلوچستان ایالت دکورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو اوړمه ورځ میډیا ته ویلي وؤ‌ چې که دطالبانو په پلوۍ پاکستان کې جلوسونه کیږي نو دا کومه غیر قانوني خبره نه ده اؤ حکومت به ددې جلوسونو د ویستونکو په ضد هیڅ رقم ګامونه نه اخلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG