لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډاکټر ويلېنسکي: امريکا کې د کرونا وايرس ويکسين نه کوونکو د لاسه وبا خوريږي


واشنګټن ــ امريکا د کرونا وايرس د ناروغانو د زياتوالي او د سوبه يې د مرګونو د تجربې نه تېريږي. دا په تېزۍ بل ته لګېدونکی ډېلټا ويرينټ وايرس د هغه خلکو د لاسه خوريږي چا چې ويکسين نه دي کړي.

څلور ايالتونه چرته چې د وېکسين کوونکو شمېر کم دی د 40% نوي کېسونو ذمه وار دي خو په عامه توګه د ناروغانو شمېر په ټولو 50 ايالتونو کې زيات شوی دی.

په امریکا کې د مرضونو د مخنيوي د مرکز مشرې ډاکټر روشېل ويلېنسکي د جمعې په ورځ ويلي چې د تېرې اوونۍ د شمېرو له مخه امريکا هره ورځ تر 26,000 پورې نوي ناروغان رجسټر کوي.

هغه وايي دا خورېدل د “بې وېکسينو خلکو وبا ده” چې د خبرې ملاتړ يې د امريکا ولسمشر جو بايډن هم کړی او ويلي يې دي “چې په مونږ کې که لا وبا پاتې ده نو دا د وېکسين نه لګوونکو د لاسه ده”.

خو د وېکسين لازمي لګولو هم يو بحث را پورته کړی او په کومو ايالتونو کې چې د ريپبلکن ګوند اکثريت دی د 100 نه زيات داسې بِلونه راوړل شوي چې د مخه به يې په سکولونو کې او د کار د ځای له خوا لازمي ګرځول بند شي.

د حکومت د نړيوالو مشيرانو يوې ډلې د ولايت په دې پلان اندېښنه څرګنده کړې چې د راتلونکي ګل- دوشنبې د ورځې نه د وبا د مخنيوي د پاره اخستل شوي ټول بندېزونه اوچتوي.

د مشيرانو په وينا دا ياد هېواد د کرونا د نويو قسمونو سره مخ کولی شي او ممکن ده برېټن د ناروغۍ د خورولو په مرکز بدل شي.

د دې نه پرته د ټوکيو اولمپېک په اړه هم اندېښنې دي چې د مرض د خورېدلو سوب شي ځکه چې د يادو لوبو سره تړلی يو نامعلومه تن د کرونا وايرس اغېزمن موندلی شوی. د رپورټ تر مخه اغېزمن تن لوبغاړی نه دی خو د بهر نه راغلی چې د لوبو په تنظيمولو کې لاس وکړي.

د کيوډو نيوز تر مخه “دا په 15 مثبت کيسونو کې يوه پېښه ده چې د خالي- شنبې په ورځ د لوبو په ګډونوالو او کارکوونکو کې موندل شوې ده. دا د جولای د پیل نه تر اوسه په يوه ورځ کې زيات شمېر ګڼل کيږي.

د رپورټ د مخه “د انتظاميې په وينا تر اوسه د کرونا ناروغانو ټول 45 کېسونه رپورټ شوي دي”.

جان هاپکن کرونا وايرس ريسورس سنټر د خالي- شنبې په ورځ ويلي په نړۍ کې د کرونا وايرس د لاسه څلور ميلين خلک مړه دي. د سنټر د معلوماتو تر مخه د 189 ميلين ناروغانو مثبت پېښې تایید شوې دي.

XS
SM
MD
LG