لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بابر افتخار: پاکستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې د افغانستان له حالاتو سره تړلې دي


د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار

واشنګټن ـــ په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په وخت د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار وایي په هېواد کې یې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې او پر امنیتي ځواکونو بریدونه د افغانستان له سیاسي حالاتو سره تړلې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې په پښتونخوا او بلوچستان کې له تېرې مې میاشتې راهیسې تر یونیم سل زیاتې د ترهګرۍ غټې او وړې پېښې شوې دي، وایي په همدې موده کې امنیتي ځواکونو په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې تر 7,500 زیات مختلف عملیات کړي دي:

"په دغو کې عملیاتو کې مو تر اوسه 42 ترهګر وژلي دي او زموږ خپل ډېر ځوانان [پوځیان] هم پکې شهیدان شوي او ټپي شوي دي"، خو بابر افتخار د وژل شویو پوځیانو شمېر یاد نه کړ.

د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ای ایس پي آر له مشر بابر افتخار څخه د شنبې- خالي په ورځ د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې پوښتنه وشوه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې له افغانستان سره تړلې دي او که نه دا د تحریکِ طالبان، بي ایل اې او بي. ایل ایف کار دی، نوموړي په جواب کې وویل:

"ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زموږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټورک نه شته".

خو د بابر افتخار د خبرې په خلاف د پښتونخوا ځینې سیاسي ګوندونه او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دعوه کوي چې ترهګرې ډلې اوس هم په قبایلي ضلعو کې فعالې دي او په وروستیو هدفي وژنو کې لاس لري.

د پوځ ویاند بابر افتخار تور پورې کړ چې په پاکستان کې د فعالو ناقانونه وسلوالو تنظیمونو مشران په افغانستان کې دي چې وایي د هند استخباراتي اداره (را) او افغان استخباراتي اداره این ډي ایس یې ملاتړ کوي خو د دې لپاره یې څه ثبوت وړاندې نه کړ.

پاکستان تر دې وړاندې هم تور پورې کړی چې د تحریکِ طالبان پاکستان او د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو وسلوال په افغانستان کې د پاکستان په ضد حملې پلانوي خو افغان حکومت یې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له وروستیو بریدونو سره د دواړو هېوادونو له خوا یو پر بل د تورونو او دعوو لړۍ روانه ده. ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ د تاشکند کانفرنس ته وویل "په تېره میاشت کې تر لسو زرو زیات جهادي وسلوال له پاکستان او نورو سیمو" افغانستان ته ور اوښتي دي.

تر هغه یوه ورځ مخکې د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح دعوه وکړه، چې د پاکستان هوایي ځواک په سپین بولدک کې د طالبانو د پر شا نه تنبولو رسمي خبرداری ورکړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا دعوه رد کړه. د پوځ ویاند بابر افتخار هم دا خبره ناسمه وبلله:

"دا بېخي ناسم، درواغجن او بې بنیاد بیان دی، زه په پوره باور سره وایم چې داسې هیڅ اقدام نه دی شوی، ټول هېوادونه پخپله خاوره کې دننه پخپله طریقه د عمل کولو حق لري او افغانستان هم دا حق لري".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تاشکند کې کانفرنس ته په وینا کې وویل، د افغانستان له حالاتو تر ټولو زیات پاکستان اغېزمن شوی خو وایي په سوله کې هم تر ټولو زیات رول پاکستان تر سره کړی.

د پوځ ویاند هم د شنبې- خالي په ورځ وویل که په افغانستان کې امن وي په پاکستان کې به هم امن وي ځکه چې د ده په وینا هند د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو په پاکستان کې د فعالو وسلوالو تنظیمونو مرسته او ملاتړ کوي خو وایي که هلته امن وي نو هند ته به دا موقع په لاس ور نه شي.

XS
SM
MD
LG