لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دپاکستان دسفارت مخې ته دافغانانو سخت احتجاج


پاکستان کې دافغانستان دسفیر دلور دتښتول کیدو اؤ په هغې دتشدد دپېښې په ضد دیکشنبې په ورځ کابل کې دپاکستان دسفارتخانې مخې ته ګڼ شمیر افغانانو احتجاجي مظاهره کړې اؤ دپاکستان په ضد یې شعارونه ورکړي دي.

په ټولنیزو رسنیو هم دې پېښې په افغانانو کې سخته غصه راپارولې ده اؤ دافغان حکومت نه دې غوښتنې زور نیولی چې باید داحتجاج په توګه دکابل نه دپاکستان سفیر وویستل شي.

دیکشنبې په سهار کابل کې دپاکستان دسفارتخانې مخې ته په داسې حال کې په شلګونو مظاهره چیان ورټول شوي وؤ چې دافغانستان بېرغونه یې په لاس کې نیولي وؤ اؤ دپاکستان په ضد یې شعارونه ورکول.

دافغانستان حکومت پاکستان کې دجمعې په ورځ دافغان سفیر نجیب الله علي خیل د ۲۶کلنې لور سلسله علي خیل دتښتولو اؤ په هغې دتشدد کولو پېښه غندلې اؤ پاکستان ته یې په دې پېښه سخت احتجاج کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو ددې پېښې دجذئیاتو دمخې راتلو سره سم دافغانستان اؤ پاکستان ګڼ شمیر سیاسي مشرانو اؤ ټولنیزو فعالانو ددې پېښې غندنه کړې ده اؤ دپاکستان دپاره یې دا یوه دشرم ډکه پېښه بللې ده.

دپښتون ملت پاله ګوند قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان ویلي دې پېښې دپاکستان حکومت دیو شرمناک وضعیت سره مخ کړی دی اؤ هغه هم په داسې حال کې چې دافغانستان سره وړاندې نه دپاکستان اړېکې تاؤژنې دي.

عوامي نیشنل ګوند هم ددې پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ویلي یې دي داسې پېښې په هیوادنۍ اؤ نړیواله کچه دپاکستان دپاره دبندنامۍ سوب جوړیږي .

پخپل یو بیان کې عوامي نیشنل ګوند ویلي چې اسلام اباد دیو خوندي ښار په نوم یادیږي اؤ پټې کیمرې پکې لیږیدلي دي حکومت باید ددغو کیمرو دلارې پېښه کې ککړ کسان معلوم اؤ اولس ته په ګوته کړي.

دامریکا په سفر بوخت دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم هم دا پېښه له شرم ډکه بللې اؤ پخپل یو بیان کې یې د هیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید نه ددې پېښې پسر داستعفا غوښتنه کړې ده.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي اسلام اباد کې دافغانستان دسفیر لور وړومبی تښتول اؤ له تشدد وروسته دهغې خوشې کول یو ناوړه فعال دی اؤ دا پښتنو افغانانو د رسوا کولو په مانا عمل دی.

هغه ویلي په دې ناوړه عمل ټول اخلاقي حدوونه مات کړل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG