لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور:په یوه ورځ دوؤ بیلابیلو پېښو کې دیو افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي


پولیس چارواکي وایي د اتوار په ورځ پېښور کې په د ډزو په دوؤ بیلابیلو پېښو کې دیو پولیس افسر په ګډون درې عسکر وژل شوي اؤ دیوې پېښې په تړاؤ یو یو پولیس عسکر نیول شوی دی.

دپېښور پولیسو دمطبوعاتي څانګې لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې داتوار په ورځ دپېښور په دوران پور سیمه کې د کرونا دناروغانو قرنطین کولو دپاره دجوړ مرکز دننه دعباس په نوم دپولیسو یو سپاهي پخپلو نورو پولیس واله ملګرو ډزې کړي چې په دې ډزو کې د ګل رحمان په نوم یو سب انسپکټر اؤ دعمران په نوم حوالدار وژل شوي.

پولیس وایي له ډزو وروسته یې پېښه کې ککړ پولیس عسکر عباس نیولی اؤ‌ پلټنې ترې روانې دي خو په سمدستي توګه ددې پېښې عوامل مخې ته نه دي راغلي.

په عین حال کې دپېښور د څوکنو پولیس تاڼې په حدودو کې نامعلومو وسله والو د ترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو په یو عسکر ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

دپولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې په دې پېښه کې وژل شوی پولیس عسکر صفدر په رخصتیو ؤ اؤ داتوار په ورځ هغه دپېښور ټول پلازې ترڅنګ د سړک پغاړه روان ؤ چې وسله والو ویشتلی اؤ تښتیدلي دي.

پولیس وایي ددې پېښې نه وروسته یې خواوشا سیمو کې دلټونې عملیات پیل کړی اؤ زر به دپېښې تل ته ورسیږي.

په یوه ورځ پېښور کې د درېوؤ پولیسو د وژل کیدو په اړه چې کله وي او ای ډيوه دپېښور ښار دپولیسو مشر یا ایس پي سټي عتیق شاه خان نه دواټس اپ دغږیز پیغام دلارې دهغه نظر وپوښتلو چې ایا دا پېښې دترهګرۍ بڼه لري که نور څه علتونه یې دي ؟ نو هغه د ډيوه غږییز پیغام واوریدو خو هیڅ ځواب یې ورته ونه ویلو.

تر دې وړاندې هم پېښور کې په بیلابیلو وختونو کې په بریدونو اؤ هدف وژنو کې په شلګونو پولیس افسران اؤ‌ځوانان وژل شوي چې دغو وژنو کې د زیاترو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده

XS
SM
MD
LG