لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مشر په اوور بند څه نه وايي خو دشخړی هواری غواړي


دطالبانو مشر یا امیر ملا هیبت الله اخونزاده د لوې اختر په پېغام کې وايي د افغان شخړې د سوله اېز سیاسي هواري پلوي دی خو پېغام کې یې د اوور بند په اړه څه نشته.

دیکشنبې یا اتوار په ورځ دغټ اختر په اړوند خپل دمبارکۍ پیغام کې دطالبانو مشر ویلي طالبان دامن دټینګښت اؤ داسلامي حکومت د رامنځته کیدو دپاره د هر فرصت څخه استفادې ته چمتو دي.

دنور کله په څېر دطالبانو مشر هېیت الله اخند زاده په بېلابیلو ژبو خپل دا پېغام هم دنامعلوم ځائ څخه جاري کړی دی خو افغان چارواکي دعوې کوي چې دطالبانو مشران پاکستان کې کورونه لري.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم روانه میاشت یوې پاکستاني رسنۍ جیو ټي وي ته منلې وه چې طالبان پاکستان کې کورونه لري اؤ علاج هم دپاکستاني روغتونونو څخه کوي.

دطالبانو دامیر ملاهیبت الله اخند زاده یو ورور احمدالله اخند په اګست کال ۲۰۱۹م کې کوټه کې نژدې په کچلاغ کې دیوې مدرسې دننه ځانمرګي برید کې وژل شوی ؤ.

دسولې په پلوۍ ملاهیبت الله اخند خپلې دا تازه څرګندونې په داسې مهال کړي چې له اوږد ځنډ وروسته تیره ورځ په قطر کې بیا دسولې بین الافغاني خبرې پیل شوي خو ددې ترڅنګ دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دافغان ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ په پراخه کچه نښتې هم روانې دي.

تیره ورځ د دوحې دبین الافغاني خبرو په مهال هم دطالبانو مرستیال مشر ملاعبدالغني برادر ویلي وؤ چې دسولې خبرو کې که هرڅو دهېلو سره سم پرمختګونه نه دي شوي خو بیا هم خلک باید ددې خبرو څخه ناهیلي نه شي.

دطالبانو مشر هیبت الله اخوند پخپل پیغام کې ویلي “موږ د مذاکراتو او سیاسي بهیر د ښه پرمختګ لپاره سیاسي دفتر پرانستی دی، قوي مذاکراتي ټيم مو مؤظف کړی دی، له خپله لوري د خبرو اترو د لارې د مسئلې حل ته ژمن یو، خو متأسفانه چې مقابل جهتونه لا هم وخت ضایع کوي

هغه پخپل پیغام کې ټینګار کړی چې په بهرنیو دتکیه پځائ باید خپلې ستونزې پخپله هوارې کړو اؤ هیواد دبحراني وضعیت څخه وباسو .

ملا هیبت الله ویلي له هېواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو

هغه پخپل دې پیغام کې ګاوندیو اؤ دسیمې هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به هیچاته اجازه ورنکړي چې خاوره یې دنورو په ضد وکارؤل شي اؤ یا دافغانستان دخاورې څخه دنورو هیوادونو امنیت ته ګواښ پیښ شي.

خو هغه وایي له نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي

طالبان دعوه کوي چې افغانستان کې یې په زیاتو ولسوالیو خپل کنټرول ټینګ کړی دی خو په زمکه دهغوئ واکمني نه ښکاري اؤ افغان حکومت طالبانو دا دعوې یوازې پروپیګنډه بولي.

افغان چارواکي دطالبانو د زیاتو سیمو دنیولو دعوې ته په ځواب کې وایي که په رښتیا هم طالبان زیاتې سیمې په لاس کې لري نو ولې یې بیا مشران دافغانستان نه بهر اوسیږي ؟

افغان دولت لا په سمدستي توګه دطالبانو دمشر هیبت الله اخند زاده دې تازه څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو افغان چارواکو په طالبانو تور لګولی چې دپاکستان دګټور دپاره دخپل هیواد په ضد جنګیږي.

طالبان اؤ پاکستان دواړه دافغانستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي.

دملاهیبت الله په دې تازه پیغام کې افغانستان کې دغټ اختر په موقعه د اوربند په هکله څه نه دي ویل شوي خو افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد اوړمه ورځ پخپله یوه مرکه کې هېله ښکاره کړې وه چې امکان لري د دوحې په خبرو کې داختر په موقعه دلنډمهاله اوربند اعلان وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG