لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې نړيوالو سفارتي استازوليو د طالبانو نه غوښتي بريدونه دې چټک بند کړي


په افغانستان کې بهرنيو سفارتي (ډېپلومېټک) استازوليو ویلي، "د طالبانو بريدونه چې د خبرو د لارې سياسي حل ته د رسېدو هڅې شنډوي، او ملکي خلک زیانمنوي او بې ځايه کوي" د دغو بريدونو " د چټک بندېدو" غوښتنه يې کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا سفارتخانې نن د ګل/دوشنبې په ورځ په 19 جولايۍ د سفارتي استازولیو ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

دغه اعلاميه چې د اسټريا، کېنېډا، چيک رېپبلک، ډنمارک، يورپي ټولنې استازي، فېنلډ، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، کوريا، هالېنډ، د نېټو د لوړ پوړې ملکي استازولۍ، سپېن، سويډن، برتانيې او امريکا سفارتي استازوليو په ګډه جاري کړې پکې يې ویلي،

"مونږ د افغانستان په لر او بر کې د هدفي وژنو لړۍ، د حیاتي زېربناوو تخریب، او د افغانانو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښونه، اعلامیې او نور اقدامات په سختو ټکو غندو؛ دا هغه لاسته راوړنې دي، چې مونږ ترې په بشپړه توګه ملاتړ کړی دی".

په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، "د طالبانو روان بریدونه، د خبرو له لارې له سیاسي حل لارې او په دوحه کې د سولې بهیر څخه د هغوی د ملاتړ له ادعا سره په ټکر کې دي".

په افغانستان کې سفارتي استازولیو دغه اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې چې امریکا او نېټو اتحاد د افغانستان څخه ځواکونه اوباسي، او طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

بل لور ته پرون د يکشنبې/اتوار په ورځ (18 جولايۍ) په دوحه کې د افغان حکومتي استازو او طالبانو د دوه ورځنۍ غونډې وروسته طالبانو په ګډه خپره کړې اعلاميه کې ویلي، "دواړو اړخونو دا اتفاق کړی چې د مذاکراتو د تېزېدو ضرورت شته او دوی به "د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شي".

د افغانستان د مصالحې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په اختتامیه غونډه کې وویل چې حکومت د سولې دپاره کلک عزم لري او مذاکرات به په آینده هفتو کې دوام پیدا کړي.

د دوحې د اعلاميې ترمخه، د افغانستان دولت او طالبانو دواړو په دې اتفاق کړی چې "په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي".

بل لور ته د سفارتي استازوليو په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې د طالبانو د بريدونو "دغه چاره، د هدفي وژنو، د ملکي وګړو د بېځایه کېدو، د ملکي ودانیو د چور تالان او سوځېدو، د حیاتي زېربناوو د تخریب او ارتباطي شبکو د له منځه تللو په ګډون د بې ګناه افغانانو د وژنې لامل ګرځي".

"په هغو سیمو کې چې د طالبانو له خوا نیول شوي، څارونکي او ځايي اوسیدونکو، د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړاوي هڅو او د بشر حقونو د سرغړاوي مواردو د پټولو په موخه د خصوصي او عامه رسنیو د بندېدو او د بیان ازادۍ کچې راټیټېدو په اړه راپور ورکړی دی".

په اعلاميه کې ويل شوي "مونږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت سره یو ځای له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړو، چې ډېر ژر روانو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کېږدي، له یو دایمي او هراړخیز اوربند سره هوکړه وکړي او طالبان په دغه لوی اختر کې، باید د تل لپاره خپله وسله پر ځمکه کېږدي او نړیوالو ته د سولې په تړاو خپله ژمنتیا وښيي".

خو پرون چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په لړ کې د افغان حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ کومې دوه ورځنۍ خبرې شوي طالبانو په جاري کړې اعلاميه کې ویلي، په کوم لنډ مهاله ډزبندۍ يا اوربند او بندیوانو په ازادولو اتفاق نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG