لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: حکومت وايي طالبان حکومتي تاسيسات زيانمنوي، طالبان وايي غېر دولتي موسسې به خوندي وي


په داسې حال کې چې افغان حکومت په وروستيو کې ويلي، هغه سيمې چې طالبانو په تيره مياشت کې نيولي په سوونو سرکاري ودانۍ يې پکې په بشپړ توګه تباه کړي، طالبانو په تازه بيان کې ویلي دوی چې کومې علاقې نيولي هلته به غېر دولتي ادارې او شرکتونه (کمپنۍ) خوندي وي.

پرون د يکشنبې/اتوار په ورځ (18 جولايۍ) په دوحه کې د افغان حکومتي استازو او طالبانو د دوه ورځنۍ غونډې وروسته طالبانو په ګډه خپره کړې اعلاميه کې ویلي، د افغانستان دولت او طالبانو دواړو په دې اتفاق کړی چې "په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي".

د طالبانو د دوحې د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په ټويټر ویلي، هغه علاقې چې دوی نيولي هغه به غېر دولتي ادارې (اېن جي اوز)، شرکتونه (کمپنۍ) او د دوی کار کوونکي او دفترې خوندي وي.

طالبانو دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د افغانستان څخه د امريکا او نړيوال ځواکونه ووځي او طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په عېن حال کې په افغانستان کې بهرنيو سفارتي (ډېپلومېټک) استازوليو ویلي، "د طالبانو بريدونه چې د خبرو د لارې سياسي حل ته د رسېدو هڅې شنډوي، او ملکي خلک زیانمنوي او بې ځايه کوي" د دغو بريدونو " د چټک بندېدو" غوښتنه يې کړې ده.

په ياده ګډه اعلاميه کې ویل شوي "مونږ د افغانستان په لر او بر کې د هدفي وژنو لړۍ، د حیاتي زېربناوو تخریب، او د افغانانو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښونه، اعلامیې او نور اقدامات په سختو ټکو غندو؛ دا هغه لاسته راوړنې دي، چې مونږ ترې په بشپړه توګه ملاتړ کړی دی".

پينځه ورځې وړاندې په 15 جولايۍ د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي یا سېول خدمتونو ازاد کمېشن ويلي وو په تيرو څو اوونيو کې طالبانو په سوونو سرکاري ودانۍ زيانمنې کړي دي.

د ادارې مشر نادر نادري خبري غونډې ته ويلي وو، چې طالبانو د هېواد د 29 ولایتونو په 116 ولسوالیو کې 260 سرکاري ودانۍ او دفترونه په بشپړه یا برسېرنه توګه زیانمن کړي دي:

"د دغه هېواد 260 تعمیرونه د عام وګړي ملکیت دی چې ویجاړ شوي، تخریب شوي یا سوځول شوي دي، که یې و ارزوو چې څومره پیسې به کېږي لږ تر لږه ارزښت یې 500 میلینه ډالره کېږي".

طالبان په خپلو نیول شویو ولسوالیو کې د ولسي خدمتونو ودانیو ته د زیان اړولو او چور کولو دعوې په کلکه رد کړي خو په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر داسې وېډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې ودانۍ تخریب شوې، ویجاړې شوې او چور کېږي.

افغان چارواکو په وروستيو کې دا دعوه هم کړې ده چې طالبانو کومې علاقې نيولي هلته په رسنيو هم بندېزونه لګول شوي ځينې بندې کړل شوي او محدودې کړل شوي دي.

پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده په کابل کې خبريالانو ته ویلي چې 51 خبریالان پخپلو ولایتونو کې د نا امنیو له امله کابل ته راغلي او 71 د هېواد څخه بهر تللي دي.

هغه ويلي کومو سيمو ته چې طالبان تللي د رسنيو او بيان ازادي يې محدوده کړې، او د هرات په شینډنډ کې میهن، په بغلان کې پیمان، په سمنګان کې سیمای صلح، بلخ کې نوبهار او په کندز کې جیحون راډیو د طالبانو تر فشار لاندې د دغه ډلې د تبليغانو خپرونې کوي او د دغه راډیوګانو ښځينه کار کوونکي پر کورونو کښېنولي دي.

خو طالبانو دغه دعوې رد کړي دي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د وي او اې اشنا څخه اخستل شوي)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG