لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د افغانستان جګړه تل د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د تباهۍ سبب ګرځېدلې ده


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي په افغانستان کې جګړه تل د کرښې (ډېورنډ) دواړو غاړو ته د پښتنو د تباهۍ سبب ګرځېدلې ده، پي ټي اېم د افغانستان د امنيت دپاره د جرګې جوړولو هڅې کوي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين تيره شپه په فېس بک نېغ په نېغه خبرو کې وويل، که جګړې يواځې په افغانستان کې تاوان اړولی نو هم به يې دوی مخالفت کولو، خو دغه جګړه چې د څلورو، پينځه لسیزو راهسې مخکې نه را روانه ده تل پکې وينه د پښتنو افغانانو توی شوې او ګټې ترې نورو پورته کړي دي.

هغه وويل دا جګړه به دې اړخ (پاکستان) ته راوړي بيا به دلته خلک بې درکه کول کیږي غېر قانونه وژنې به کيږي او د ولسونو استحصال به کيږي.

هغه زياته کړه په اوس وختونو کې د جنګ د زیاتېدو خبرې کيږي پي ټي اېم په افغانستان کې د امن او استحکام خ خبره کوي، دوی غواړي چې څوک هم په افغانستان کې دعوه لري چې د افغانستان په ولسونو د واک حق لري نو دوی ذې ولس ته راشي اود ولس په رای دې خپل حکومت جوړ کړي هغه که طالبان او که نورې ډلې وي.

پشتين وویل، پي ټي اېم به د هر هغه حکومت حمايت کوي چې د افغانستان د ولس په رای جوړيږي په زور د راتلونکي حکومت مخالفت به کوي.

د پي ټي اېم مشر افغان ولس ته په مخاطب کولو سره وويل، مونږ د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو حوصلې مضبوطې ساتئ مونږ درسره لکه د وروڼو ولاړ يو او چې ضرورت پېښ شو د کابله پورې مارچونه هم درکوو، د افغانستان د سولې او استحکام دپاره به په هر ځای (فلېټ فارم) غږ پورته کوو.

پشتين وويل، پي ټي اېم د افغانستان دپاره د يوې لوی مضبوطې جرګې هلې ځلې روانې کړي دي چې د لر او بر وطن خلک رايو ځای شي جرګې را يو ځای شي د لوی اختر نه وروسته په دې کار کوي.

نوموړي په 27 جولايۍ د جلسې کولو اعلان وکړو چې په 27 جولايۍ د جنوبي وزیرستان په مکين کې پي ټي اېم جلسه کوي او په دې جلسه کې به د افغانستان د امن دپاره د ولس سره يو والی څرګندول کيږي او د افغانستان دپاره غږ پورته کولی شي.

هغه دا هم وويل چې په جلسه کې د خپل بندي مخکښ علي وزير او نورو بنديوانو ملګرو دپاره هم غږ پورته کوي.

د پي ټي اېم مشر د پاکستان په ټولو سياسي ګوندونو غږ وکړو چې د افغانستان د سولې دپاره غږ پورته کړي کنه لس، پينځلس کاله وروسته به دلته په پاکستان کې د خلکو بې درکۍ، وژنې او بدامني جوړيږي او د افغانستان د بدامنۍ اثرات به دلته ليدل کيږي.

هغه د پاکستان په رياست نيوکې وکړې چې په افغانستان کې دوه مخې پاليسي لري د طالبانو په لرې کولو کې يې لاس لرلو، او اوس هم لګيا دي، دوی په خله وايي چې په افغانستان کې امن غواړي د یوې ډلې سره نه يو خو دوی يو اړخيز پاتې شوي دي د مينځګړي کردار يې نه دی ادا کړی.

خو پاکستان د افغانستان په اړه تل وايي چې په افغانستان کې يې سوله غوښتې د سولې دپاره یې تل د سهولت کار کردار ادا کړی او په وروستيو کې د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ویلي، د افغانستان په بدلېدونکو حالاتو نظر ساتي او د پاکستان هڅه ده چې په کابل کې پرامنه او د ټولو په رای جوړ نظام حکومت په مخکې لاړ شي.

هغه ويلي د پاکستان د افغانستان پاليسي د پاکستان په ګټه ده.

منظور پشتين د خپلو خبرو په اخره کې په اسلام اباد کې د کابل د سفیر د لور د تښتولو پېښه هم وغندله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG