لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خليلزاد د عمران خان او باجوه سره د افغانستان د سولې په موضوع خبرې کړي


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د وزیراعظم او د پوځ مشر سره ليدلي اود افغانستان د سولې په خبره یې ټينګار کړی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې ویلي زلمي خليلزاد پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (19 جولايۍ) په اسلام اباد کې د عمران خان او جنرل قمر جاوېد باجوه سره يې ليدلي دي.

خليلزاد د افغانستان د سولې په خبره ټینګار کړی چې سوله د افغانستان د امنیت، حاکميت او خاوره خوندي کوي.

امریکايي استازي ویلي په افغانستان کې دوامداره جګړه د ټولې سيمې دپاره خطره ده او پرمختيا يې ودروي او د دې په بدل کې سوله کاروبار او پرمختيا سېوا کوي سيمه د يو بل سره تړي، مونږ ژمن يو چې په دغه لړ کې خپله برخه کار وکړو.

نوموړي زياته کړې د افغانستان د سولې د عمل کاميابېدو په ملاتړ ټینګار کړی او اړين يې بللې د هغه په وېنا څنګه چې د افغانستان او پاکستان د اوږدې مودې مثبتې اړيکې دي.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، وزیراعظم عمران خان او خليلزاد د افغانستان د سولې د عمل په اړه بحث کړی او د یو بل سره يې نظرونه شريک کړي دي.

ويل شوي عمران خان د افغانستان د شخړې ختمېدو، سولې او سياسي جوړ جاړي دپاره د پاکستان د رغنده کردار يادګېرنه کړې ده.

هغه ویلي په افغانستان کې شخړه او بې ثباتي دپاکستان په ګټه نه دي ځکه چې پاکستان ته د نورو کډوالو راتلل به امنيتي چېلنجونه پېدا کړي او په افغانستان کې سوله به د سيمې د اقتصاد دپاره نوې لارې پرانيزي.

نوموړي دغه خبره بيا تکرار کړې چې تل يې په دغه خبره زور راوړی چې د افغانستان د شخړې حل پوځي نه دی او په زوره جوړېدونکی حکومت به شخړه هواره نه کړی شي يواځې د خبرو د لارې روغه جوړ جاړی په افغانستان کې تل پاتې سوله او استحکام راوستی شي.

عمران خان ويلي پاکستان پرله پسې د پرامن، باثباته او متحد افغانستان ملاتړ کوي او د امریکا په ګډون يې د نورو ملکونو سره د سولې په لړ کې د نزدې اړيکو هڅې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د ګاونډيو او سيمې د هېوادونو دپاره اړينه ده چې د افغانستان د روغې جوړې دپاره رغنده رول ولوبوي او په تاشکند کې يې هم دغه خبره کړې ده.

د افغانستان د سولې دپاره د امريکا ځانګړي استازي د پاکستان يو ورځنی سفر په داسې حال کې کړی چې امريکا او نېټو ځواکونه د افغانستان نه ووځي او طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG