لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: طالبان د سولې نيت او اراده نه لري خو امریکې په دوحه کې د افغان دولتي پلاوي او طالبانو خبرې ستايلي


afghanistan taliban
afghanistan taliban

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي طالبان د سولې نيت او اراده نه لري خو بل لور ته بیا امریکې د افغان حکومتي پلاوي او طالبانو ترمنځ د وروستيو شوو خبرو هرکلی کړی دی.

اشرف غني نن د لوی اختر د پېغام په مناسبت خپل پېغام کې وويل ډاکټر عبدالله عبدالله ورته وویل، "طالبان د سولې نيت او اراده نه لري مونږ دا هېيت ځکه وليږو چې حجت تمام شي، چې په واضح توګه مونږ هم نيت د سولې لرو، هم اراده او هم مو سولې ته قرباني ورکړه مګر طالبان نيت او اراده نه لري بايد د دې په اساس مونږ تصاميم ونيسو".

ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر دی او په وروستيو کې دوحې ته د طالب استازو سره ليدنې له تللی وو.

اشرف غني دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په 17 او 18 جولايۍ په دوحه کې د افغانستان حکومتي پلاوي د طالب استازو سره دوه ورځنۍ خبرې شوې وې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پرون د دغو خبرو هرکلی کړی چې دواړو خواو ژمنه کړې چې د افغانستان د سياسي لارې د جوړ جاړي دپاره به د خبرو مخ په وړاندې بوتلو عمل ګړندی کوي.

په 19 جولايۍ په قطر کې د طالبانو د سياسي مذاکراتي دفتر وياند محمد نعيم د افغان حکومتي پلاوي او طالب استازو د دوه ورځنيو خبرو وروسته په ګډه جاري کړې اعلاميه کې ويلي وو،

دواړو اړخونو دا اتفاق کړی چې د مذاکراتو د تېزېدو ضرورت شته او دوی به "د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شي"، مګر دا نه ده واضح شوې چې د دوی د مذاکراتو بل دور به څه وخت او چېرته وي. خو د افغانستان د مصالحې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په اختتامیه غونډه کې وویل چې حکومت د سولې دپاره کلک عزم لري او مذاکرات به په آینده هفتو کې دوام پیدا کړي.

په عېن حال کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون د ګل/دوشنبې په ورځ (19 جولايۍ) د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ليدلي او د افغانستان د سولې په موضوع يې ورسره خبرې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG