لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بغداد په بازار کې چاودنې 35 تنه وژلي، داعش ډلې یې ذمه واري منلې ده


واشنګټن ـــ د عراق پایتخت بغداد ته نیژدې د سړک له غاړې ښخ شوي بم په چاودنه کې لږ تر لږه 35 تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي، داعش ډلې یې ذمه واري منلې ده.

د عراق پوځي چارواکي وایي چاودنه پرون د ګل- دوشنبې په ورځ د ښار د صدر بازار په وهایلات مارکیټ کې شوې ده.

پولیس چارواکي وایي شاوخوا 60 کسان په چاودنه کې ټپیان شوي هم دي، د بغداد د روغتیا چارواکي وایي کېدای شي د مړیو شمېر زیات شي ځکه چې وایي د ډېرو ټپیان حالت مرګونی دی.

دا چاودنه په داسې وخت کې شوې ده چې خلک تر لوی اختر یوه ورځ مخکې په بازار کې د اختریزو شیانو په اخیستلو بوخت وو.

د عراق وزیراعظم مصطفی الکاظمي د پېښې د څېړلو لپاره د اعلی امنیتي کمانډرانو بیړنۍ غونډه را بللې ده او عراقي ولسمشر برهم صالح پر ټویټر دا پېښه غندلې ده او لیکلي یې دي:

"د دې وحشیانه جرم مثال نه شته، دوی د اختر په موقع زموږ عام خلک په نخښه کړل، دوی خلک نه پرېږدي چې حتی یوه شېبه په امن او خوشالۍ تېره کړي، تر هغو به ارام ونه کړو چې د ترهګرۍ ریښې مو نه وي ایستلې".

د چاودنې ذمه واري داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې ده، دې ډلې تر دې وړاندې په دې سیمه کې د داسې بریدونو ذمه وارۍ منلې دي. داعش نننۍ چاودنه ځانمرګی برید بللی او وایي د دوی یو تن د خلکو په منځ کې ځان چاودلی.

دا په روان کال کې درېیم ځل دی چې د بغداد په ختیځ کې له ګڼې ګوڼې په ډک بازار کې چاودنه کېږي او لسګونه کسان پکې وژل کېږي او ټپیان کېږي.

په جون میاشت کې 15 تنه په یو بل صدر بازار کې په چاودنه کې ټپیان شوي وو. په اپرېل میاشت کې په صدر بازار کې څلور تنه د موټر بم په چاودنه کې وژل شوي وو.

په جنوري کې هم تر 30 زیات کسان د مرکزي بغداد په یوه تجارتي سیمه کې په غبرګو چاودنو کې وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG