لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان وایي په دې اختر کې یې نااعلان کړې ډزبندي کړې


واشنګټن ـــ افغان طالبانو د تېرو درو کلونو په نسبت په دې لوی اختر کې په رسمي توګه د ډزبندۍ اعلان نه دی کړی خو وایي له دې کبله یې نااعلان کړې ډزبندي کړې چې خلک په ارام سره د اختر خوشالۍ ولمانځي.

افغان حکومت هم د طالبانو په جواب کې دا ځل په رسمي توګه ډزبندي نه ده اعلان کړې.

داعش خراسان ډلې د اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې د هغو راکټي بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده، چې په همدې مهال په ارګ کې افغان ولسمشر او ګڼ شمېر نور حکومتي چارواکي د اختر په لمانځه ولاړ وو.

د طالبانو د قطر دفتر یو ویاند سهېل شاهین وایي، دوی هر کال له خپله اړخه په اختر کې جګړه دروي خو دا چې دا ځل یې ولې د ډزبندۍ رسمي اعلان ونه کړ هغه وي او اې ته وویل:

"موږ کله کله رسمي اعلان وکړو او کله یې ونه کړو، خو حتی که موږ په اختر کې د ډزبندۍ اعلان ونه کړو هم په عمل کې مو کړې وي".

د طلوع نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې د اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان په هیڅ یوه سیمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې یا بلې کومې امنیتي پېښې خبر نه دی ورکړل شوی.

خو رپوټونه وایي نن د اختر په دویمه ورځ په ننګرهار ولایت په دوو جلا پېښو کې 10 تنه وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، چې پر یو موټر په چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او یو بل تن په یوه کور کې څلور تنه په ډزو وژلي دي، خو د دغو پېښو ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې.

له طالبانو سره په مذاکراتو کې د افغان حکومت تر ټولو لویه غوښتنه د جګړې درېدل دي خو د جولای پر 17مه او 18مه په قطر کې د حکومت یو اعلی پلاوی له طالبانو سره په دوه ورځنیو خبرو کې د ډزبندي پر عملي کولو کامیابه نه شو.

د حکومت د مذاکراتي ډلې غړی نادر نادري وایي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې یې د سولې په خبرو کې هره شېبه هڅه کړې چې د افغانستان شخړه د خبرو له لارې هواره شي. نادري له سي این این سره په مرکه کې ویلي:

"موږ په هره شېبه کې خپله اراده او نرموالی ښکاره کړی چې دا جګړه د خبرو له لارې ختم کړو خو تر اوسه نه یو سره پرې سلا شوي، موږ هڅه کړې چې ګډې ګټې ولټوو او یوه سوله ییزه لاره ولټوو چې زموږ د خلکو په ګټه ده".

د طالبانو ویاند سهېل شاهین هم سي این این ته په یوه جلا مرکه کې ویلي، چې دوی نه غواړي له پوځي لارې پر افغانستان واکمن شي او دعوه کوي چې ولسوالۍ دوی په زور نه نیسي بلکې افغان پوځیان پخپله خوښه د دوی ملګري کېږي.

طالبان دعوه کوي چې تر سلو زیاتې ولسوالۍ یې له افغان حکومته نیولې دي خو سهېل شاهین وایي "که موږ ولسوالۍ په زور نیولې وي نو پر موږ دې تور ولګېږي خو که د کابل ادارې امنیتي ځواکونه راځي او له خپلو وسلو سره زموږ ملګري کېږي نو ولې باید پر موږ تور ولګېږي".

خو د حکومت د مذاکراتي ډلې غړی د طالبانو دا دعوه ردوي او وایي که افغان امنیتي ځواکونه پخپله خوښه د دوی ملګري کېدای نو وایي د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې ولې شاوخوا 65 زره کسان له هغو سیمو چې طالبانو نیولې دي نورو خوندي سیمو ته کډه شول.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر شلمه یو ځل بیا په ټینګار سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. د دې وزارت ویاند نیټ پرایس یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا په دې باور ده چې د شخړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې خبرې باید ګړندۍ شي.

XS
SM
MD
LG