لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د یو ډیپلومېټ لور په اسلام اباد کې وژل شوې او مرۍ یې غوڅه کړل شوې


واشنګټن ـــ د پاکستان د یو پخواني سفیر شوکت علي مقدم لور پرون په اسلام اباد کې په کور کې دننه په داسې حال کې مړه موندل شوې چې د پولیسو په وینا غاړه یې غوڅه کړل شوې وه.

پولیس وایي د پېښې مقدمه یې درج کړې او د 22 کلنې نور مقدم په وژنه کې په ممکنه تور لاس لرونکی تن ظاهر جعفر یې هم د پېښې په ځای کې نیولی او پولیس تاڼې ته یې وړی دی.

د پولیسو وروستۍ پلټنې ښیي چې په پېښه کې لاس لرونکی تن د امریکې شهریت لري او وایي چې نوموړی په نشو روږدی او نفسیاتي مسئلې لري. رپوټونه وایي چې وژل شوې نجلۍ د ده ملګرې وه او پرون چې کله هغه د ده کور ته ورغلې نو دا پېښه شوې ده.

د اسلام اباد پولیسو پر خپل ټویټر لیکلي چې دا پېښه د پایتخت په ایف- 7/4 سیمه کې شوې چې وایي تر پېښې وروسته سمدستي پولیس افسران د پېښې ځای ته ورغلي او پلټنې یې پیل کړې دي.

پولیس وایي تر وژل کېدو وروسته د نجلۍ مرۍ غوڅه کړل شوې او وایي د هغې یو ملګری یې هم په پېښه کې د لاس لرلو په تور نیولی دی، د پولیسو په وینا "ممکنه قاتل د هېواد د یو ستر تاجر زوی دی".

د ایف ای آر له مخې د وژل شوې نجلۍ پلار پخواني سفیر ویلي، د ظاهر جعفر د پلار ذاکر جعفر له کورنۍ سره په شخصي توګه پېژني، وایي ده پرون ظاهر جعفر ته ټیلیفون وکړ او هغه ورته وویل چې لور یې له ده سره نه شته، خو بیا د شپې پولیس خبر کړ چې لور یې د هغه په کور کې وژل شوې ده.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او پر ټویټر یې لیکلي چې نور باید دا ډول پېښې پای ته ورسېږي چې ښځې په داسې وحشت سره وژل کېږي. نوموړې نن پر ټویټر لیکلي:

"د بشري حقونو وزارت له پولیسو سره په رابطه کې دی او موږ په کلکه د نور له کورنۍ مرسته کوو چې هغوی ورته اړتیا ولري".

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل 27 کلنه لور سلسله عليخېل هم ناڅرګندو کسانو تښتولې او بیا یې د رپوټونو په وینا تر تشدد وروسته خوشې کړې وه.

پاکستاني چارواکو لومړی دا پېښه غندلې وه خو وروسته د داخله چارو وزیر شېخ رشید دا د هند دسیسه بللې وه او د اسلام اباد پولیسو تر پلټنو وروسته ویلي وو، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې ګواکې د افغان سفیر لور تښتول شوې ده.

افغان ولسمشر په اسلام اباد کې خپله سفارتي عمله کابل ته ور بللې وه او ویلي وو تر څو د سفیر د لور تښتوونکي ونه نیول شي دوی به بیرته اسلام اباد ته ستانه نه شي، خو نن د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي، پلټنې چې بشپړې شي له افغان حکومت سره به یې نتایج شریک کړي.

د اسلام اباد د پولیسو مشر د پاکستاني سفیر د لور د وژنې پلټنې ته یوه ځانګړې ډله ټاکلې او هغوی ته یې امر کړی چې ریښتینې او له قانون سره سمې پلټنې وکړي. پولیسو نن پر ټویټر لیکلي:

"د قتل په پېښه کې د لاس لرونکي تورن تن ظاهر جعفر د درو ورځو تر بدني ریمانډ تر لاسه کولو وروسته نورې پلټنې پیل شوې دي".

رسنۍ وایي نور مقدم پرون د نهې- سه شنبې په ورځ له خپل کوره وتلې وه او له تورن تن ظاهر جعفر سره وه. وایي هغې د جولای د شلمې نېټې له سهاره له خپل پلار سره رابطه نه وه کړې.

پر ټولنیزو رسنیو خصوصاً پر ټویټر باندې د «جسټس فار نور» په نامه ټرینډ هم چلېږي چې پکې ګڼ شمېر خلکو دا پېښه غندلې او له حکومته یې د هغې کورنۍ ته د انصاف غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG