لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

احتجاج کوونکي د وزيرستان د اوچت کړل شوو خلکو را خلاصېدل غواړي


ډېره اسماعيل خان ــ د جنوبي وزيرستان په سروکۍ سيمه کې مقامي خلک په احتجاج دي او د حکومت نه غوښتنه کوي کوم شپږ تنه چې امنيتي ادارو په شک کې اوچت کړي ژر دې خوشي کړی شي ځکه د دوی په وينا هغه مقامي خلک دي او بې ګناه دي.

ياد کسان په سره روغه کې په پاکستاني امنيتي ځواکونو په 18 جولای د شوي بريد نه وروسته اوچت کړل شوي او د امنيتي چارواکو په وينا پلټنې ترې روانې دي.

په بريد کې د امنيتي ځواک يو تن مړ او پینځه نور ټپيان شوي وو چې ذمه واري يې تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

ځايي خلک او سياسي ګوندونه سره د پي ټي ايم د تحريک بيا بيا وايي ترهګرې ډلې د افغانستان په ډيورنډ کرښه پرتو سيمو کې بيا فعاله شوې دي خو د پوځ وياند جنرل بابر افتخار ويلي په ملک کې هيڅ يو فعال ترهګر تنظيم نشته.

د اوچت کړل شوو خلکو د پاره احتجاج کوونکي وايي دوی تر هغه وخته به ناست وي تر څو يې خلک ازاد کړل شوي نه وي او لا يې د هغو خلاف ثبوتونه نه وي ورکړي.

د ځايي پوليسو چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي د احتجاج کوونکو سره يې خبرې اترې روانې دي او څه حل به يې راوباسي.

بل خوا د هغو پینځو کسانو خپل خپلوانو ډيوه ته ويلي که تښتول شوي او يرغمال شوي خپلوان يې د وسله والو د قيد نه راخلاص نه کړل شول نو د لوی اختر په پينځمه ورځ به دوی هم احتجاج پيل کړي.

په تښتول شوو خلکو کې درې تنه د يوې کورنۍ دي چې د فرورۍ په 21 د شمالي وزيرستان په شوه سيمه کې تښتول شوي او په وروستیو ورځو کې يې د اپيل يوه ویډيو هم خوره شوې چې د وسله والو په ولقه کې ښودل کيږي او د خپل ژوند بچ کولو د پاره د حکومت نه د اغواکارو د غوښتنو پوره کولو خواست کوي.

په تښتول شوو خلکو کې د انجينېر همايون او وکيل داوړ د تره زوی عطاء الرحمان داوړ وي او اې ډيوه ته وویل “مونږ د حکومت نه بيا بيا غوښتنه کوو چې دا زمونږ خپلوان دې نور راوغواړي دا دې را پيدا کړي. پينځه مياشتې شوې د دوی بچي دي کورنۍ دي قبيلې دي او په دې اختر کې هم غمجنې دي”.

د وزيرستان د خرابېدونکي امنيت او هدفي وژنو په اړه يو بل ځايي تن عادل داوړ ډيوه ته وايي “په دې اختر کې خو لا تر اوسه خير کومه بده پېښه نه ده شوې خو د تېر وړوکي اختر نه راپه دې خوا په دوو مياشتو کې د 20 پورې هدفي وژنې وشوې چې ښاېسته ځوانان او مشران پکې ووژل شول. خدای دې په وزيرستان کې امن راولي مونږ امن غواړو”.

د يرغمال کړل شوو کسانو په اړه د ځايي پوليسو مشر شفيع الله ګنډاپور وي او اې ډيوه ته وویل، ټولې اړوندې ادارې سره په ګډه کار کوي چې برمته شوي کسان بيرته راخلاص کړي. “دوی لا بازياب شوي نه دي خو خدای دې کاميابي راکړي”.

د شمالي او جنوبي وزيرستان سره سره په بلوچستان کې هم په پاکستاني امنيتي ځواکونو وسله وال بريدونه سېوا شوي او په نزدې مياشتو کې يې د دوه درځن نه زيات خلک وژل شوي او يو شمېر ټپيان شوي.

XS
SM
MD
LG