لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترکي د کابل هوایي ډګر د ساتنې په اړه له واشنګټن سره خبرې پیل کړې


واشنګټن ـــ د طالبانو د مخالفت باوجود ترکي د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په اړه د واشنګټن سره خبرې اترې پېل کړي، چې څيړونکي يې په افغانستان کې د ثبات او نړيوال امن د پاره تر ټولو مهم ځای بولي.

طالبانو ترکي ته خبرداری ورکړی وو چې د کابل هوايي ډګر د ساتنې ذمه دې نه اخلي او د شوي تړون سره سم دې د نړيوالو عسکرو سره خپل پوځونه هم وباسي‌، خو د ترکي صدر طیب اردوان د طالبانو د دهړکو پرته ويلي په دې اړه به د واشنګټن او طالبانو سره خبرې کوي.

صدر اردوان ويلي د طالبانو سره به د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په کشاله د خارجه وزارت په کچه خبرې کوي، ترکي هڅې کوي چې دغه خبرې څنګه او چرته پېل کړي.

ترکي د افغانستان سره تاريخي اړيکې لري او دا په نېټو کې يواځینی ښکاره اسلامي ‌هېواد دی چې د طالبانو په ضد نړيوال مخالفت راکمولی شي.

په افغانستان کې د ترکي 500 پوځيان دي چې هڅې کوي د طالبانو سره نښتې ونه کړي.

خو د فارن افير انسټيټيوټ څېړونکی حسېن باګچي وايي انقره په ځان د خپله حده ډېره باوري ده:

"د هوايي‌ ډګر د امنيت ذمه اخستل به د ترکي د خارجه پاليسۍ بربادي وي طالبان وايي‌ د هغوی اردوان نه دی خوښ او نه يې د ترکي پوځي شتون خوښ دی، طالبان په دې خبره کلک ولاړ دي‌ چې د ترکي په ګډون ټول بهرني عسکر وباسي".

خو بيا هم ترکي د کابل هوايي ډګر د ساتنې په اړه د واشنګټن سره خبرې کوي او څېړونکي وايي‌ ترکي د امريکا سره په دې خبره خپلې اړيکې سمول غواړي چې د روس په سر ورسره د امريکې تعلقات د تاوتريخوالي ښکار دي.

ترکي د پاکستان او قطر سره هم په دې اړه خبرې کوي چې په طالبانو دغه خبره ومني خو څېړونکي وايي‌ طالبان چې په دې وخت کې د واک اخستلو په تکل کې دي اوس د پاکستان او قطر هغه اثر هم نه مني چې وړاندې به يې به طالبانو وو.

او اوس د طالبانو په ترجيحي لسټ کې پاکستان او قطر نه زيات امريکا، روس، چين او تر دې چې هندوستان هم دی، طالبان وايي‌ چې دوی يو ځل په واک کې راشي بيا به خبرو ته کښېني.

په داسې حال چې د افغانستان نه د امريکايي‌ ځواکونو په وتلو کې څو اونۍ پاتې دي څېړونکي وايي که ترکي د کابل هوايي‌ ډګر د ساتلو د پاره خپل عسکر دغلته پاتې کړل نو ځان به پخپله ګېر کړي.

XS
SM
MD
LG