لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګون ويلي د افغانستان د نيمو ولسواليو مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي


د امریکې يو لوړ پوړي پوځي چارواکي ویلي، دا اټکلونه چې طالبان په تېزۍ سره د افغانستان برخې نيسي دا وهم نه دی، نوموړي چارواکي ويلي راتلونکې میاشتې به د افغان حکومتي مشرانو دپاره د ازموينې وي.

د امریکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک ميلی دغه خبره پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (21 جولايۍ) خبرلانو سره په خبرو کې کړې ده چې د افغانستان په ولسوالیو/ ضلعو د نيمې پورې چې نزدې 212 جوړيږي مرکزونه يې د طالبانو په لاس کې دي.

ميلی ويلي، سټراټیجیک حالات ښکاري د طالبانو په ګټه دي.

نوموړي زياته کړې "دوی (طالبان) هڅه کوي چې د غټې ابادۍ مرکزونه جدا کړي، او دوی دغه ډول د کابل سره هم کول غواړي او دوی ډېر علاقه نيولې ده.

د مارک میلی دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې دوه نيمې میاشتې وړاندې امریکې او اتحادیانو يې د د افغانستان نه ځواکونه ويستل پېل کړي دي.

او د امریکې صدر جو بايډن او نورو چارواکو په خپله ويلي امکان نه لري چې طالبان په کابل را وخيژي.

بل لور ته امریکا پرله پسې دغه ژمنه تکراروي چې د افغان امنيتي ځواکونو او افغان حکومت مرستې به دوامداره ساتي.

او د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي طالبان غواړي چې افغانستان د ترهګرو دپاره پټ ځای جوړ شي خو دوی به د داسې کولو اجازه هيڅکله ور نه کړي.

هغه ويلي دښمن دې پوهه شي چې دوی (افغان حکومت) به کله هم تسليم نه شي، او دغه ارمان به يې په سل کاله کې پوره نه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG