لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: پاکستان د رامخې ته چېلنجونو د مخنیوي او خپلو پولو د ساتنې ژمنتيا لري


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه تیره ورځ د قبایلي ضلعې کرمې سفر کړی او ويلي يې دي د پاکستان او افغانستان په نړيواله پوله په تندۍ سره د ازغن تار لګولو اقدامات ستايي او زياته کړې يې ده پاکستان د رامخې ته چېلنجونو د مخنیوي او خپلو پولو د ساتنې ژمنتيا لري.

د پوځ وياند اداې ايي اېس پي ار ويلي، د پوځ مشر د اختر ورځ د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبايلي ضلع کرمه کې د امنيتي سرتيرو سره تيره کړې ده.

جنرل باجوه د کرمې سفر په داسې حال کې کړی چې په دې ورستیو کې وسله والو په کرمه کې شپږ مزدور کار تښتولی وو او پوځ ویلي وو د دغو مزدورانو د ژغورلو د عملیاتو په مهال د پوځ یو افسر (کپتان) په ګډون دوه سرتیري وژل شوي وو.

ايي اېس پي ار ویلي د پوځ سر لښکر ته د پولې د وضعيت په پرمختګ ، ثباتي عملياتو او ټولو اقتصادي پروژو ترڅنګ د نورو پرمختايی چارو په اړه حال احوال تیر کړی شوی دی.

ويل شوي جنرل قمر جاوید باجوه د سیمې په وضعیت، د پولې امنیت په اقداماتو او تشکیلاتو ډاډ ښکاره کړی او د پوځي‌افسرانو او ځوانانو جذبې یې ستایلي دي.

د پوځ سر لښکر ټینګار کړی چې پاکستان په سیمه کې امن او ثبات ته ژمن دی او ویلي دي مونږ تل چمتو یو چې په هر قیمت د ملک دفاع وکړو.

د پاکستان د پوځ مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړی چې په وروستیو کې د قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان او کرمې ترڅنګ په بلوچستان کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي دي.

بل لور ته په افغانستان کې د طالبانو بريدونو هم زور اخستی دی.

په وروستيو کې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو سېوا کېدو په وخت د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي، په هېواد کې یې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې او په امنیتي ځواکونو بریدونه د افغانستان له سیاسي حالاتو سره تړلې دي.

د ايي ایس پي آر له مشر بابر افتخار څخه په 17 جولايۍ د پاکستان د یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې پوښتنه شوې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې له افغانستان سره تړلې دي او که نه دا د تحریکِ طالبان، بي ایل اې او بي. ایل ایف کار دی، نوموړي په جواب کې وویلي وو،

"ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نه شته".

د پوځ ویاند بابر افتخار تور پورې کړی وو چې په پاکستان کې د فعالو ناقانونه وسلوالو تنظیمونو مشران په افغانستان کې دي چې وایي د هند استخباراتي اداره (را) او افغان استخباراتي اداره این ډي ایس یې ملاتړ کوي خو د دې لپاره یې څه ثبوت نه وو وړاندې کړی.

پاکستان تر دې وړاندې هم تور پورې کړی چې د تحریکِ طالبان پاکستان او د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو وسلوال په افغانستان کې د پاکستان په ضد حملې پلانوي خو افغان حکومت یې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

او بل لور ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني بيا ويلي، پاکستان "وايي د طالبانو راتګ به پاکستان ته خطر جوړ کړي ، مونږ ته يې غواړي ځان ته يې نه غواړي، ايا په پاکستان کې يو هم ګوند يا سياستمدار حاضر دی چې طالباني حکومت په پاکستان کې ومني؟، نوموړي پاکستان ته په مخاطب کولو سره ويلي وو، "طالبان ځان ته وغواړئ نه چې مونږ ته".

د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت پېغام کې وويل، پاکستان مونږ ته وايي چې "د طالبانو حکومت په هيڅ صورت د پاکستان ته په ګټه نه دی خو بیا ګورو چې د پاکستان مطبوعات ټول د طالبانو په ملاتړ ولاړ دي".

د پاکستان حکومت په سمدستي ډول د افغان ولسمشر اشرف غني دغه بيان ته غبرګون نه دی ويلی خو پاکستان تل دغه دريځ تکرار کړی چې په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG